1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پارلماني انتخابات 4مياشتي وځنډيدل

۱۳۸۸ بهمن ۵, دوشنبه

د ولسي جرګې انتخابات د اساسي قانون له مخي بايد د 1389 کال د غبرګولي(جوزا) د مياشتې پر اوله تر سره سي، خو د انتخاباتو خپلواک کميسيون فيصله وکړه چې دغه انتخابات د ځينو مشکلاتو له کبله پر ټاکلي وخت نسی ترسره کيدلای

https://p.dw.com/p/LgDM
انځور: DW

د انتخاباتو خپلواک کميسيون د يکشنبې په ورځ د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د دغي پريکړي اعلان وکی

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور د دويچه ويلي سره د يوې خاصي مرکې په ترڅ کې وويل : وروسته تر هغه چه د بيلابيلو ملي او بين امللي بنسټونو سره خبري اتري او سلامشورې وسوې، د انتخاباتو خپلواک کميسيون فيصله وکړه چې د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات دي د 1389 کال د سنبلې د مياشتې پر 27 مه ورځ چه د سپټمبر د 18 سره برابره ده، تر سره سی .

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون وياند وويل چې : مالي ، امنيتي او ځينې سياسي پرابلمونه د انتخاباتو د ځنډيدو علتونه دي وخو ډير لوي مشکل چه د هغه له امله کميسيون نسي کولای انتخابات پر معين وخت تر سره کړي هغه د پيسو نشتوالی دی . د ولسي جرګې د انتخاباتو دپاره 120 ميليونو ډالرو ته ضرورت دی ،حال دا چه د انتخاباتو کميسيون تر يو لړ پروسيجرونو وروسته کولای سي، 70 ميليونه ډالره په واک کې ولري .

بې امنيتي د انتخاباتو په لار کښي يو بل مشکل دی ، نورمحمد نور وايي چه : د ملي او بين امللي امنيتي ځواکونو څخه مو غوښتنه کړيده تر څو د انتخاباتو تر مهاله پوري امنيت وساتي او په دې هدف يو کاري پلان او پروسيجر رامنځ ته کړي ، تر څو افغانان وکولای سي په يوه امنيتي ډاډ منه فضا کښي په انتخاباتو کې برخه واخلي .

په کابل کښي د ملګرو ملتو دسازمان دفتر او د امريکا د متحده ايالتو سفارت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ددغي پريکړي څخه ملاتړ کړی دی

د انتخاباتو خپلواک کميسيون په داسي حال کښي د پارلماني انتخاباتو د ځنډيدو پريکړه کړيده، چه په دې وروستيو کښي د ولسي جرګې ډيريو وکيلانو د وظايفوڅخه د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د مشرتابه د ګوښه کيدو غوښتني کړيدي .

انور بری پال

کتونکی : محمد قاسم نوري