1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پر سر د شخړی له امله د هالند حکومت ړنګ شو

۱۳۸۸ اسفند ۱, شنبه

د هالند صدراعظم Balkenende: : « زه دي نتيجي ته ورسيدم چي له بده مرغه په دي حکومت کي د مسيحي ديموکرات، د کارګر ګوند او د مسيحي اتحاد تر منځ نور د ګتورو همکاريو د دوام امکان نه ليدل کيده.»

https://p.dw.com/p/M6eC
د هالند صداراعظم Jan Peter Balkenende
د هالند صداراعظم Jan Peter Balkenendeانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د پوځي ماموريت پر سر د هالند د صدراعظم ، Jan Peter Balkenendeايتلافي حکومت ړنګ شو.

د ايتلافي حکومت ړنګيدل چي يواځي همدا دوه ورځي مخکي خپله دريمه کاليزه ولمانځله ، لامل وګرځيد چي له افغانستان څخه ټول کايو 2000 هالندی سرتيري په همدی روان ميلادي کال کي وايستل شي او هم د يو نوي حکومت د جوړيدو لپاره پارلماني ټاکني په لاره واچولي شي.

Balkenende چي د مسيحي ديموکرات د ګوند مشر دی اود اتو کلونو په موده کي د حکومت مشري هم په غاړه درلوده وويل: « زه دي نتيجي ته ورسيدم چي له بده مرغه په دي حکومت کي د مسيحي ديموکرات، د کارګر ګوند او د مسيحي اتحاد تر منځ نور د ګتورو همکاريو امکان نه ليدل کيده.»

د هالند ايتلافي حکومت د افغانستان په شخړه ايز ماموريت باندي 15 ساعت بحث او خبري وکړي، خو په پاي کي اړوند ګوندونه کومي روغي جوړي ته ونه ورسيدل او نن سهار وختي د هغه د ړنګيدو اعلان وشو. صدراعظم ، Balkenende غوښتل چي په افغانستان کي د هالند د پوځي ماموريت موده د روان ميلادي کال د اګست د مياشتي څخه وروسته يو بل کال هم اوږده کړاي شي، خو د هغه مرستيال،Wouter Bos' چي د کارګر د ګوند مشر دي، د يو داسي تمديد سره مخالفت وکړ.

ناتو په افغاسنتان کي د نړيوالو ځواکونو په ماموريت کي د يو ستر پوځي ونده اخيستونکو هيواد په توګه له هالند څخه وغوښټل چي په دي هکله فکر وکړي چي که چيري امکان ولري چي څه موده نور هم په افغانستان کي خپل سرتيري پريږدي، خصوصا اوس چي د طالب ياغيانو پر ضد د ناتو تر مشري لاندي پراخ عمليات پيل شوي دي.

په هالند کي پارلماني ټاکني حتي که ډير وخته هم وشي، د روان ميلادي کال په نيمايي کي ښايي وشي، او بيا ښايي څو مياشتي وخت ونيسي تر څو هغه ګوندونه چي په ټاکنو کي بريالي شوي دي، د يو نوي ايتلافي حکومت په جوړيدو موافقه وکړي. کار پوهان وايي چي په هالند کي نه يواځي د افغانستان د ماموريت پر سر د ګوندونو تر منح شخړه ده، بلکه د دغه هيواد اقتصادي کړکيچ هم يو لانجمنه موضوع ده. په نو ټاکنو کي د Geert Wilder آزادي نومي ګوند چي د افغاسنتان له ماموريت سره يي مخالفت کړي، ښايي ستر بري لاس ته راوړي. دغه ګوند په هالند کي د بهرنيو کډوالو ضد سياست ته هم لمن وهي او د نووکډوالو د راتګ مخالفت کوي. د کارګر ګوند که څه هم د افغانستان د پوځي ماموريت د تمديد مخالفت وکړ، خو ښايي په نوو پارلماني ټاکنو کي دومره رايي لاس ته را نه وړي چي د آزادي له له ګوند سره يو ايتلافي حکومت جوړ کړي.

کار پوهان په دی دی چی له ټاکنو وروستو د يو ثبات لرونکی حکومت جوړول دیر ستونزمن کار دی.

رویتر/ عبدالباری حکيم

کتونکی: احمد ولی اڅکزی