1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پر پارلمان ځانمرگی او وسله وال يرغل

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۱, دوشنبه

طالبانو د افغانستان پر پارلمان ودانۍ موټر بم او وسله وال يرغل وکړ. يرغل هغه مهال پيل سو چي استازو د دفاع وزارت ته کانديد معصوم ستانکزي ته د تائيد يا رد رايه ورکوله. يرغل د ۷ تنو يرغل کوونکي په وژلو سره پای ته رسېدلی.

https://p.dw.com/p/1Fkbl
انځور: Reuters/M. Ismail
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي يرغل د پارلمان ودانۍ د ننوتول دروازې ته نژدې په يوه موټر بم چاودلو سره پيل سو.
هغه ويلي دي چي تر موټر چاودلو وروسته وسله والو هڅه وکړه چي د پارلمان ودانۍ ته ننوزي خو پوليسو بيرته وځغلول، او دوی نژدې يوې ودانۍ ته چي ساختماني چاري ئې رواني دي وختل او پوليسو کلابند کړل. صديقي وويل چي د پارلمان ټول غړي خوندي دي.
Afghanistan Explosionen und Schüsse am Parlament in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وياند محمد اسماعيل ويلي دي چي په دغه پېښه کي ۱۸ ملکي وگړي ټپيان سوي دي چي دوې ښځي او دوه کوچنيان هم پکښې شامل دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش، ويلي دي چي يرغل د ۷ تنو يرغلگرو په وژلو سره پای ته رسېدلی دئ: «يو تن په موټر بم او ۶ تنه په يوه ودانۍ کي له پوليسو سره د مقاومت پر مهال ووژل سول.» د امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل سوي. بريد يو نيم ساعت دوام وکړ.
د افغانستان پارلمان غړي صديقې مبارز، ويلي دي چي يوې ستري چاودني د پارلمان ودانۍ وړلزوله او ټولي ښيښې ئې ماتي سوې چي د ښيښو ټوټو يو شمېر کسان ټپيان کړل.
هغې وويل چي چاودنه لږ وروسته تر هغه وسوه چي محمد معصوم ستانکزی ولسي جرگې ته د افغانستان د دفاع وزارت ته د کانديد په توگه وړاندي سو څو استازي د تائيد يا رد رايه ورکړي.
د اسوشېتد پرس خبري آژانس خبرالر په خپل راپور کي ويلي دي چي د پارلمان د ودانۍ د باندې ئې د سختو فیرونو غږونه اورېدلي دي او د ودانۍ د ننوتلو دروازې ته نژدې ځای څخه لوگي پورته کیدل. د محمد آصف، په نوم د پولیسو یوه افسر ویلي دي چي د څلورو چاودنو ږغونه ئې اورېدلي دي.
Afghanistan Explosionen und Schüsse am Parlament in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail
د يرغل مسئوليت وسله والو طالبانو رسنيو ته په يوه لنډ لېږل سوي پيغام کي پر غاړه اخيستی دئ. دوی ويلي دي چي د افغانستان پارلمان ودانۍ دباندي ئې ځانمرگی يرغل کړی دئ.