1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د آلمان د یوه محرم رپوټ ځیني جزئیات

۱۳۹۶ مرداد ۲۰, جمعه

یوې ورځپاڼې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوه محرم رپوټ ځیني جزیئات چې په کې د افغانستان امنیتي وضعیت څیړول شوی خپاره کړي. رپوټ کې وضعیت داسی ارزول شوی چې گواکې د افغانستان «ملکي وگړي په نسبي توگه لږ له خطر» سره مخامخ دي

https://p.dw.com/p/2i5Bo
Afghanistan | beschädigte deutsche Botschaft in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

آلمانۍ ورځپانې «فرانکفورتر الگماینر څایتونگ»  په خپل یوه رپوټ کې وايي چې د آلمان حکومت په افغانستان کې وضعیت داسې ارزولی چې گواکې ملکي خلکو ته گواښونه د نورو له خطر سره مخامخ ډلو په پرتله، حتې د طالبانو تر کنترول لاندی سیمو کې، په نسبي توگه «کم» دي. دغه ارزونه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په هغه یو محرم مقدماتي رپوټ کې شوې ده چې  نوموړې ورځپاڼې ته په لاس ورغلی دی.

خو د دا ډول ارزونې سره سره د آلمان حکومت خپل دا دریځ تصدیقوي چې له دې وروسته به هم یوازې مجرمین، خطر پیښوونکي او هغه کسان چې په «سرتمبگۍ د خپل هویت له تثبیت څخه مخ اړوي» له آلمان څخه وباسي. 

نوموړې ورځپاڼه زیاتوي چې په دغه رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې گواکې طالبان «ډير لږ په مستقیمه توگه د ځايي اوسیدونکو پر ضد» عمل کوي. د بهرنیو چارو وزارت په مقدماتي رپوټ کې یادونه شوې چې گواښونه ډير زیات امنیتي ځواکونو، حکومتي کارکونکو، دغه راز ټیټ پوړو کسانو لکه ژورنالستانو، هغو کسانو چې خپل دین بدل کړي او همجنسبازانو ته متوجه دي. د رپوټ د ارزونې له مخې ملکي خلک هغه وخت له خطر سره مخامخ کیږي چې د جگړې د اړخونو د کرښو په منځ کې ایسار پاتې شي او یا په غیر مستقیمه توگه د بریدونو قربانیان گرځي.

د ملگرو ملتونو د احصائیو پر بنسټ د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت دغه رپوټ دې نتیجې ته رسیدلی چې گواکې «د آیساف د ماموریت له پای څخه را په دی خوا د ملکي وگړو له پاره د گواښونو په وضعیت کې ډير زیات بدلون  نه دی راغلی.» په رپوټ کې په کابل کې د قربانیانو په شمیر کې زیاتوالی له پاره د دغه ښار ۴،۴ میلیونه نفوس ته اشاره شوې چې د هغې له مخې په ۱۰ زرو اوسیدونکو کې درې ملکی وگړي قرباني شوی دي. 

د آلمان حکومت په داسې حال کې چې د افغانستان په هکله د یوه مقدماتي رپوټ د چمتو کولو خبره تصدیقوي، خو د هغه د محتوا په هکله تر اوسه پورې رسنیو ته په رسمي توگه معلومات نه دي ورکړي. د چهارشنبې په ورځ د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دغه رپوټ د نتایجو په هکله رسنیو ته معلومات ورکړل او وویل چې وروسته  له دې به هم د اخراج سره مخامخ د افغان مهاجرو ایستل ممکن وي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارتین شیفر، د چهارشنبې په ورځ په برلین کې وویل دغه پریکړه د هغه یوه مقدماتي رپوټ پر اساس صورت مومي چې  په کابل کې د آلمان د سفارت له خوا د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله چمتو شوی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د رپوټ پر بنسټ د بیرته ستنیدونکي مهاجر له پاره انفرادي گواښونه په یو لړ فکتورونو پورې تړلي دي، لکه د هغه سوانح، د اوسیدو ځای او یا جنسیت. خو شیفر دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې  په کابل کې د آلمان سفارت چې د بیرته ستیدونکو مهاجرو د هرکلي له پاره یې بند وبست کاوه د برید وروسته یي ورځنی کار محدود شوی دی.