1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه غونډه په ايټاليا کې جوړېدونکې ده

۱۳۸۵ دی ۲۵, دوشنبه

ايټاليا غواړي چې په پسرلي کې د افغانستان يوه غونډه راوبولي. دا خبره د ايټاليې د بهرنيو چارو يوه مسوول جاني ويرنېټي د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې وکړه. دغه کنفرانس ښايي په اپريل مياشت کې راوبلل شي او له ملگرو ملتونو او افغانستان سره يو ځای جوړېږي.

https://p.dw.com/p/DKBB
د ايټاليې د بهرنيو چارو د وزارت استازی ويرنېټي همدا اوس په کابل کې دی
د ايټاليې د بهرنيو چارو د وزارت استازی ويرنېټي همدا اوس په کابل کې دیانځور: AP

د »لا ستامپه« ورځپاڼې د دوشنبې د گڼې په وينا به په اجنډا کې د امنيت مساله، د حقوقي نظام او قضايي سيستم جوړولو لارې چارې او د مخدره موادو پر ضد مبارزه راشي.
ويرنېټي وويل چې خپل پلانونه يې افغان ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړي دي. ايټاليا نژدې دوه زره عسکر په افغانستان کې لري.
دا په داسې حال کې چې د سړک غاړې ته پروت د يو بم په چاودنه کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د ناتو دوه عسکر ټپي شوي دي. يوه وياند وويل چې نوموړې چاودنه د کندهار غربي خوا ته شوې ده. په دغه سيمه کې د کاناډا ځواکونه ځای په ځای دي. په افغانستان کې جگړې د ژمي له پيل سره سم کمې شوي دي. تېر کال تر څلورو زرو څخه زيات وگړي په افغانستان کې وژل شوي وو چې لويه برخه يې ياغيان تشکيلوي.