1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړوند د جرمنی د حکومت پاليسی

۱۳۸۷ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د جرمني د کابېنې د افغانستان د روانو حالاتو په کلني تصوير کي مشخص سوي دي چی د بيا ودانولو په کارو کښي پر لږ پرمختګ سربيره بايد په دغه ساحه کي کارونه استحکام پيدا کي ، او دغه جريان ته ادامه ورکول سي .

https://p.dw.com/p/F96b
د آلمان صدراعظمه مېرمن مېرکل په افغانستان کې آلماني عسکر گوری
د آلمان صدراعظمه مېرمن مېرکل په افغانستان کې آلماني عسکر گوریانځور: AP

د کابينې طرح ښکاره کوي ، چه چيري تغيرات لازم دي ، تر څو هغه ورشامل او دهغه پوسيله د يوه دموکراټ او سوله ايز افغانستان سره کومک وسي.

د جرمني حکومت غواړي چه د افغانستان سره خپله کلنۍ مرسته زياته کي ، چه هغه به د اوسنۍ سلو مليونو څخه 125 مليونو ايروته لوړه سي .د دغه هيواد سياسی- ملکي بيا جوړونه پر مخ ځي.په دغه هيواد کښي د اولي پلا دپاره دموکراتيک انتخابات سرته ورسيدل ،دولتي ارګانونه بيرته جوړ سوي دي ، او کرار کرار په ښه ډول فعاليت کوي.

آلماني Tornado آلوتکې د افغانستان په هوا کې
آلماني Tornado آلوتکې د افغانستان په هوا کېانځور: picture-alliance/ dpa

د پخوا په ډول اوس هم د يوه فعال قضايي سیسټم جوړيدل يوه مهمه وظيفه ده . په دغه برخه کي د اصلاحاتو او ريفورمونو راوستل بايد د اروپايی کميسيون په فعالي همکارۍ سره رامنځته سي.

پخپله افغاني دولتي ارګانو ته بايد داسي زمينه برابره سي ، چه د افغانستان د امنيت غم وخوري.په دې برخه کي بايد ښوونه اوروزنه ، مشورې او کومکونه تشديد سي.تر ټولو دمخه بايد د افغاني امنيتي قواوو جوړولوته اهميت ورکول سي.

آلمان د عسکرو تر څنگ افغانستان ته په ملکي برخه کې هم مرسته کوی.
آلمان د عسکرو تر څنگ افغانستان ته په ملکي برخه کې هم مرسته کوی.انځور: picture-alliance/ dpa - Bildfunk

د 2001 کال راهيسي 3500 مکتبونه جوړ سوي دي.د متعلمينو تعداد 6 مليونوته رسيدلی دی ،او پنځه چنده سوي دي ، چه دريمه حصه يې نجوني دي.بيسوادي مخ پر کميدو ده. خو سربيره پر دې کښته تعليمي سطح ددغه هيواد د پرمختګ مانع ګرځي.

جرمني په افغانستان کي د3,7 زرو عسکرو په درلودلو سره په خارج کي د خپلو عسکرو تر ټولو زيات په افغانستان کښي ځای پر ځای کړي دي. د هغه نوري تقويې ته هم اړتيا ده، تر څو خپل عمليات په واقعي ډول په سم ډول پرمخ بوزي.

د جرمني حکومت به تر هغو پوري خپل عسکر په افغانستان کښي پريږدي، تر څو افغاني –امنيتي قواوي دغه وظيفه پر مخ بوزي.

دوامداره سوله يوازي دهراړخيزي مرستي د لاري ممکنه ده. او د جرمني حکومت د افغانستان سره دوامداره ملاتړ ته تيار دی.