1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په بهرنيو چارو وزارت کي پر خپلوۍ پالني نيوکي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۱۳, چهارشنبه

په افغانستان کي د فساد ضد یوې خپلواکې کمېټې د چهارشنبې په ورځ پر افغان حکومت د نیوکې په ترڅ کې ویلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د استخدام په پروسه کې خپلوي پالنه مهم نقش لري.

https://p.dw.com/p/1FbIB
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د فساد ضد څارني او ارزیابۍ له پاره گډې خپلواکې کمېټې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د دیپلوماتیکو تقرریو له پاره د وړتیا پر ځای خپلوي پالني او واسطه بازې ته ترجیح ورکول کیږي.

آژانس د دغې کمېټې د اجرائیه مشر احمد رشید بهروز له قوله لیکلي دي چې دغه شان کړني د ټولو افغانانو د برابرۍ له پاره د اساسي قانون تضمینونه تر پوښتني لاندي راولي. احمد رشید بهروز په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د بیلگې په توگه د تیر کال په دوبي کې په بهرنیو چارو وزارت کې د شاملیدو له پاره د ۱۳۰۰ کسانو څخه ۴۸ تنه په ازموینه کې بریالي شول، خو هغوی کومه دنده نه ده ترلاسه کړې او د هغوی پر ځای هغه څوک استخدام شوي دي چې په ازموینه کې یې برخه نه ده اخیستې.

احمد رشید بهروز، په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده چې «دغه چلن د یوې لویې اندېښنې سبب گرځیدلی دی.» د رشید بهروز په خبره د بهرنیو چارو وزارت په لسونو کارکوونکي په يوه بهرني هیواد کې په کونسلگرۍ او سفارت کې د دندې تر لاسه کولو وروسته بیرته خپل هیواد ته نه راگرځي.

د هغه په وینا دغه کسان دې ته ترجیح ورکوي چې له هیواد څخه دباندي یا د کډوال په توگه پاته شي او یا له جگپوړو حکومتي چارواکو سره له اړیکو څخه په استفادې سره له یوې سیاسي نمایندگۍ څخه په بله کې دنده تر لاسه کوي.

په دغه رپوټ کې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۳ تنو کارکوونکو یو ليست چمتو شوی دی چې د ولسي جرگې، وزیرانو او یا د وزارتونو د اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره تړاو لري.

افغانستان د شفافیت د نړیوال سازمان په لیست کې د نړۍ د هغو هیوادونو په لېست کې دی، چې د فساد کچه پکښې ډیره لوړه ده.

نوموړې کمیټې د پولیسو په ماموریتونو کې د تلیفوني خدماتو د ۱۱۹ شمیرې په هکله هم انتقاد کړی دی. په ۲۰۰۷م کال کې د حکومت له خوا د پولیسو په ماموریتونو کې دغه خدماتي شمیره د دې له پاره رامنځ ته شوې وه چې افغانان د رشوت اخیستني او یا د چارواکو له خوا د ناوړه چلن په هکله د پیښو رپوټ ورکړای شي.

خو د فساد ضد څارني او ارزیابۍ له پاره گډي خپلواکي کمېټې دغه اقدام هم بریالی نه دی بللی او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۴م کال تر۲۰۰۰ زیات شکایتونه ثبت شوي دي خو یوازي د ۹۰۷ په هکله څیړنې شوي دي. زیاته شوې ده چې له دې جملې څخه یوازي نهه قضیې څارنوالۍ ته راجع شوي دي خو د دغو قضیو په هکله هم هیڅ کوم قضایي عمل نه دی شوی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب