1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په جنوب کښې د ناتو د ستراتيژی په هکله په کانادا کښې غونډه

۱۳۸۶ فروردین ۲۴, جمعه

د ناتو هغو غړو هیوادونو چی د افغانستان په جنوب کی عسکر ځای پر ځای کړی دی، د پنجشنبی په ورځ ئی موافقه وکړه چی د طالب یاغایانو له بریدونو سره د مقابلی لپاره د افغانستان ستراتیژی نوره هم غښتلی کړی.

https://p.dw.com/p/DKAB
انځور: AP

خو د نورو عسکری ټولگیو د استولو په هکله ئی چوپیتا غوره کړه.
د آسترلیا، بریتانیی، دنمارک، ستونیی، هالند، رومانیی او د امریکی متحده ایالاتو استازو د کانادا د کیوبیک په ښار کی په یوه غیر رسمی دروازه تړلی غوڼډه کی په دی هکله خبری وکړی.

د کانادا د د فاع وزیر گوردان او کونر Gordon OConnor وویل: “ مونږ په دی هکله بحث وکړ چی دسولی او ثبات د ټینگښت لپاره زمونږ په گډو هڅو کی باید همآهنگی راوستل شی ترڅو تروریزم بیرته په افغانستان کی خپلی ریښی ټینگی نه شی کړئ.”
هغه زیاته کړه چی په خاصه توگه د افغانستان په جنوب کی دناتو د ځواکونو تر منیځ همآهنگی رامینځ ته شی، د افغانستان ملی پوځ او پولیس باید ښه وروزل شی او د بیا رغاونی کارونه گړندی شی.

د کانادا د دفاع وزیر یادونه وکړه : ” په دغی غوڼډی کی البته مونږ د نورو عسکرو د استولو په هکله هیڅ خبری ونه کړی.” هغه وویل . “ د آیساف قوماندان په دی باور دئ چی د افغانستان په جنوب کی د عسکرو اوسنی شمیر بسیا کوی.

مخکی له دی د کانادا سیمه ایزو خبری رسنیو د امریکائی چارواکو له خولی رپوټ ورکړئ ؤ چی ښائی د امریکی د دفاع وزیر، رابرت گیټس د کانادا په پرونی غوڼډه کی برخه وال دی ته وهڅوی چی افغانستان ته نور زیات اکمالات واستوی، خو زیاته ئی کړه چی متحده ایالات به د نورو زیاتو عسکرو یا پوځی وسایلو لپاره ژمنه ونه کړی.