1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې دوست او دښمن معلوم نه دی»

مسعود جهش۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبه

د افغانستان د پارلمان غړی او د ولسمشرۍ پخوانۍ نوماند رمضان بشر دوست، وایي چې د افغانستان جگړه په نړۍ کې لومړۍ داسې جگړه ده چې په کې دواړه اړخونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له یوې سر چینې څخه پیسې تر لاسه کوي.

https://p.dw.com/p/16VcK
انځور: DW

رمضان بشر دوست د المان په بن ښار کې د افغانستان په هکله تر یوه کنفرانس وروسته تیره اونۍ دویچه ویله ته وویل چې د افغانستان جګړه په تاریخ کې داسې لومړۍ داسې جګړه ده چې په کې دوست او دښمن معلوم نه دﺉ. هغه وړاندې وویل چې د دې په خاطر چې پاکستان د امریکا یو له نزدې ملګرو هیوادونو څخه دی او امریکا د دې هیواد استخباراتي شبکې (ISI) ته پېسې ورکوي نو له دې کبله طالبان او کرزی دواړه په مخامخ یا غیر مستقیم ډول له امریکا څخه پېسې ترلاسه کوي.

بشر دوست وویل، ډیر وخت د یوې جگړې خصوصیت دا وي چې د هغې دواړه اړخونه له جلا جلا سرچینو څخه ملاتړ او پیسې تر لاسه کوي. هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې نن کرزی او ملا عمر دواړه د امریکا ملاتړ لري... که موږ د شورویانو جګړه له اوسني وضعیت سره پرتله کړو، نو هغه وخت روسانو د دولت او امریکایانو د مجاهدینو ملاتړ کاوه. خو اوس امریکا د کرزي او پاکستان چې د امریکا نزدې ملګری دی د طالبانو ملاتړ کوي.»

«د افغانستان په هکله د امریکا راتلونکی سیاست تر ټاکنو وروسته معلومیږي»

ښاغلي بشر دوست وویل چې هر هغه څه چې اوس د امریکا د ولسمشرۍ نوماندان یې د افغانستان په هکله وایي، یوازې د رایو د تر لاسه کولو له پاره دي. د هغه په خبره د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو اصلي سیاست به تر ټاکنو وروسته روښانه شي. بشر دوست وویل: «موږ باید صبر وکړو چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې معلومې شي. زه په دې عقیده یم چې په تیرو درو کلونو کې چې دموکراتان او جمهوري غوښتوونکي کومې خبرې کوي هغه د رایو د ګټلو له پاره دي. یو ځل چې د ټاکنو پایلې معلومې شي نو د میت رامنی او اوباما ریښتینی هوډ به هم معلوم شي.»

د متحده ایالاتو د ځواکونو په شمول به د ناټو ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایله پورې له افغانستان څخه ووځي. اوس په افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر د پلې کیدو په حال کې دی چې په ترڅ کې یې په تدریجي ډول د افغانستان د بیلابیلو برخو امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته سپارل کیږي. د امریکا په ولسمشري ټاکنو کې دواړه نوماندان میت رامني او بارک اوباما، د افغانستان په هکله سره موافق دي او وایي چې خپل جنگي ځواکونه به له دې هیواد څخه راوباسي.

یو شمیر افغان او نړیوال کارپوهان وایي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته کیدای شي چې په دې هیواد کې یو ځل بیا کورنۍ جگړه پیل شي. تر دې مخکې د کړکیچ نړیوال سازمان هم په خپل وروستي رپوټ کې ویلي وو چې که د افغانستان د ولسمشري راروانې ټاکنې چې په ۲۰۱۴ کال کې تر سره کیږي شفافه نه وي نو په دې صورت کې د افغان حکومت د ړنگیدو امکانات رامنځ ته کیدای شي.

«هر څه له افغانستان څخه د وتلو په څرنگوالي پورې تړلي دي»

بشر دوست په دې عقیده دی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان شرایط تر ډیره بریده پورې له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنگوالي پورې تړلي دي. د هغه په اند که امريکا تر دې نیټې وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري وساتي نو په دې هیواد کې به د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کیدو امکان ډير کم شي.

د پخواني شوروي ځواکونه په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه ووتل چې تر هغه لږ وروسته په ۱۹۹۲ کال کې په دې هیواد کې کورنۍ جگړې پیل شوې.

بشردوست وویل: «اساسي پوښتنه دا ده چې دوی [امریکایان] څرنګه له افغانستان څخه وځي. ایا دوی د شورویانو په څیر له افغانستان څخه وځي او که دوی په افغانستان کې خپلې درې یا څلور پوځي اډې او B52 الوتکې ساتي.» د بشر دوست په اند که امریکا په افغانستان کې خپل یو شمیر ځواکونه وساتي نو د دې هیواد شرایط به په مستقیم ډول تر خپل کنترول لاندې ولري.

بشر دوست زیاته کړه چې که افغانان په ولسمشري او پارلماني ټاکنو کې داسې کسانو ته رایې ورکړي جې بهرنیو هیوادونو پورې تړلي نه وي نو هغوی کولای شي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم آرامه او باثباته هیواد ولري.