1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په جگړه کې د پاکستاني مدرسو نقش

ملک ایوب سمبل/ سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۹, جمعه

په وروستیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یوه رپوټ کې، په افغانستان کې د یاغیانو په تر سره کیدونکو بریدونو کې د پاکستاني مدرسو نقش روښانه شوی دی. خو اسلام آباد دا یوازې د لویدیځ پروپاگنډ بولي.

https://p.dw.com/p/1BxFV
انځور: DW/M. A. Sumbal

د رپوټونو له مخې د پاکستان له دینی مدرسو څخه د هغو ترهگرو له پاره چې په افغانستان کې بریدونه پلانوي او تر سره کوي یې، د خوندي پټنځایونه په توگه ترې استفاده کیږي. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې د رپوټ له مخې ډیر شمیر ترهگرو ډلو د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په دغو مدرسو کې خوندي پټنځایونه جوړ کړي دي. دغه دواړه ایالتونه له افغانستان سره گډه پوله لري.

د پاکستان او افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي جېمز ډوبینز، د اپریل میاشتې په پای کې د خبرو اترو تر څو غونډو وروسته پر اسلام آباد نیوکه کړې وه چې د هیواد په داخل کې د ترهگرۍ د ځپلو او د پولې بلې غاړې ته په بریدونو کې د مدرسو نقش په هکله کوټلي گامونه نه پورته کوي.

د امریکا متحده ایالاتو ددفاع وزارت له لوري په خپور شوي رپوټ کې چې «په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر لور د پرمختگ» په نامه نومول شوی دي، راغلي دي: «پاکستان په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد یو شمیر فعالیتونو او د تحریک طالبان پاکستان او نورو یاغي ډولو پر ضد فشار اچولو کې همکار کړې ده. خو د دغه رپوټ د چمتو کولو په موده کی پاکستان په خپل هیواد کې د هغو یاغیانو چی د عملیاتو ډگر یې افغانستان دی، پر ضد کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په دغه رپوټ کې دا په گوته شوې ده چې افغان یاغي ډلې په دغو مدرسو کې خپل پټنځایونه خوندي ساتلي دي او د هغوی د ماتې په مخنیوي کې یو ستر نقش لري. د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د طالبانو بریدونه چې د دغو مدرسو له لارې پر لار اچول کیږي یوه جدي ستونزه یې رامنځ ته کړې ده. د نوموړي رپوټ له مخې تر ټولو لومړی دغه پټنځایونه د پاکستان په قبایلي سیمو او بلوچستان ایالت کې موجودي دي.

«غیر منطقي توطئه»

خو پاکستاني چارواکو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دغه رپوټ په کلکه رد کړی دی او دا یې د پاکستان د انځور د خرابولو له پاره یوه توطئه بللې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید، دغه ادعاوې رد کړي دي او وایي چې دغسې پټنځایونه او یا پناوې چې یاغیان له هغه ځایه بریدونه پر لار واچواي، د پاکستان په قبایلي سیمو او همداشان په بلوچستان کې وجود نه لري. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: « غالبا دغسې رپوټونه د دې پر ځای چې د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ یو انځور وړاندې کړي د حقایقو د غلطو توجیهاتو سره انحصار شوي دي.»

پرویز رشید، په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د امریکا او پاکستان تر منځ دوه اړخیز او ستراتیژیک مناسبات ډیر مثبت دي او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اعتماد فضا موجوده ده.

د پاکستان دیني مدرسې

په پاکستاني مدرسو کې د جهاد مفکورې هغه وخت زور واخیست چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د شوروي اتحاد د انحلال له پاره فعالیتونه پیل شول. د پخواني شوروي اتحاد سوسیالستي جمهورتیونو ته د ننوتلو له پاره د افغانستان له خاورې څخه د چریکي جنگ په توگه کار واخیستل شو.

په پیښور کې د یوې دیني مدرسې شاگردان د یوه اسلامي کتاب پلورنځي څخه کتابونه رانیسي.
په پیښور کې د یوې دیني مدرسې شاگردان د یوه اسلامي کتاب پلورنځي څخه کتابونه رانیسي.انځور: DW/M. A. Sumbal

«دارالعلوم حقانیه» یوه له مشهورو دیني مدرسو څخه ده چې د خیبر پښتونخوا ایالت د نوښار د ولسوالۍ په اکوړه خټک سیمه کې د «جي ټي روډ» په اوږدو کې پرته ده.

دغه دیني مدرسه، د مولانا سمیع الحق د پلار، مولانا عبدالحق له لوري تأسیس شوې ده. سمیع الحق ته د طالبانو د غورځنگ د «پلار» خطاب هم کیږي. د طالبانو ډيری قوماندانان، د ملا محمد عمر او جلاالدین حقاني، په شمول په دغه مدرسه کې زده کړې، کړي دي. جلاالدین حقاني د حقانې شبکې بنسټ ایښودونکی دی.

د حقاني شبکه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د رپوټ له مخې، د حقاني شبکه پر خطرناکې ترهگرۍ ډلې اوښتې ده. دغه شبکه ائتلافي ځواکونو ته لوی خطرونه رامنځ ته کوي او نورو شبکو ته د مرستو د برابرولو له پاره مهمه گڼل کیږي. دغه شبکه په درو ختیځو ولایتونو پکتیکا، پکتیا او خوست کې رهبري په لاس کې لري او په ټول هیواد کې یې د افغان او ائتلافي ځواکونو پر وړاندې د هدفمندو بریدو د مرستې او تر سره کولو وړتیا یې ښوولې ده.

څو اوونۍ تر مخه مولانا سمیع الحق چې تندلاری مذهبي مشر شمیرل کیږي، په پیښور کې یوې لوی غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «امریکا متحده ایالات او لویدیځ هیوادونه د مدرسو پر ضد یو شوي دي، ځکه چې هغوی په پاکستان کې د دغو مدرسو د قدرت، پوهې او نظم څخه انديښنه لري.»

هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي وو چې متحده ایالات او متحدین یې په پاکستان کې د دغو مدرسو انځور د خرابولو تصمیم لري.

د امریکا او پاکستان اړیکي

امریکا متحده ایالات له پاکستان سره د داسې رغنده اړیکو په هڅو کې دی چې د دواړو هیوادونو په گټه اوسي. د پاکستان د نوي جوړ شوي حکومت تر مشرۍ لاندې، له متحده ایالاتو سره اړیکي رغنده پاتې شوي دي او دواړه هیوادونه هڅه کوي د گډو گټو په پام کې نیولو سره د خپلو دوه اړخیزو همکاریو اهمیت ته ادامه ورکړي.

د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې «آی اېس آی» پخواني مشر متقاعد جنرال حمید گل، د تروریزم پر ضد جگړه کې د پاکستان د ونډې په هکله وایي: «پاکستان د امریکا متحده ایالاتو له پاره د ترهگرۍ ضد دغه جگړه کې بې شمیر قربانۍ ورکړي دي، خو اوس داسې بریښي چې متحده ایالات په افغانستان کې دغه جگړه بایلي او هڅه کوي چې په دغه سیمه کې د خپلې ناکامۍ مسوولیت پر پاکستان ورواچوي.»

حمیدگل په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «دا یو غلط اتهام دی چې مدرسې په افغانستان او هندوستان کې په بریدونو کې لاس لري، دغه رپوټ واقعا پر غیر منطقي معلوماتو ولاړ دی تر څو د پاکستان پر ضد پروپاگنډ وشي.»

پاکستان او افغانستان

په دغه رپوټ کې وړاندې ویل شوي دي چې دواړه گاونډي هیوادونه غواړي چې ټینگي او با ثباته اړیکي ولري خو د یو بل پر وړاندې بدگمانۍ موجودي دي چې د ترینگلتیا او بې اعتمادۍ د فضا د رامنځ ته کیدو سبب شوې.

د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف تر منځ د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو له پاره موفقې غونډې تر سره شوي دي، خو اوس هم زیاتو هڅو ته اړتیا لیدل کیږي تر څو د دواړو گاونډیو هیوادونو په اړیکو کې په مناسب ډول ښه والی رامنځ ته شي.