1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په ختیځ کې د ناټو دوه تنه سرتیري ووژل شول

۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16Ed9

د افغانستان په ختیځه برخه کې د چهارشنبې په ورځ د ناټو دوه تنه سرتیري د یاغیانو د یوه برید په پایله کې ووژل شول.

د ناټو ځواکونو د خپلې پالیسۍ له مخې د پېښې د رامنځ ته کیدو دقیق ځای او د وژل شوو سرتیرو هویت نه دئ بربنډ کړی.

د افغانستان په ختیځ کې ډیری ځای پر ځای شوي بهرني سرتیر امریکایان دي.