1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغانستان په ستراتيژي کي بدلون نه راځي"

۱۳۹۰ اسفند ۹, سه‌شنبه

د امریکا د متحده ايالاتو چارواکو ویلي دي چې د دوو سلاکارانو پر وژلو سربیره هم د اوباما اداره پلان نه لري چې په افغانستان کې له خپل مشورتي رول څخه لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/14B8L
انځور: AP

د امريکا د دفاع وزارت ویاند جارج لټل، په پینتاگون کې خبریالانو ته ویلي دي چې د تیري اونۍ پیښي د خفگان او د تأسف وړ دي. خو موږ به دغه څه پرې نه ږدو چي پر همکاريو باندي تاثير وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده:«موږ د پرمختگ په حال کې یو او د دې پرمختگ پر وخت کومه اړتیا نه لیدله کیږي چې خپله لاره بدله کړو.»

د پینتاگون له لوري د دې خبري مقصد د هغو گنگوسو کمزوري کول دي چې گويا کيدای سي دغه خونړۍ پیښه ددې سبب سي چي امریکایي قوماندانان له خپلي هغي لاري څخه چې افغان ځواکونو ته په تدریجي ډول د امنیت مسئولیت وسپاري ليري کړي.

تر دې یوه ورځ مخکي په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر راین کروکر وويل چې اوس بايد هڅي نوري هم گړندۍ سي.

له هغه وروسته چي د بگرام د هوايي اډې په زندان کي د يوه امريکايي عسکر له خوا د قرآن شريف د سوځولو پيښه رامنځته سوه او بيا په کورنيو چارو وزارت کي دوه امريکايي سلاکاران ووژل سول، په افغانستان کې د امریکا د جگړې په اړه اندیښنې ډیرې شوي دي.

بله خوا د جلال آباد پروني ځانمرگي بريد چي پړه ئې طالبانو پر غاړه اخيستې ده د امريکا په گډون نړيوال شريکان ئې له چلينجونو سره مخامخ کړي دي.

رویترز خبري آژانس د یوې امریکایي سرچینې په حواله چې نوم ئې نه دئ اخيستی ویلي دي چې د تیري اوونۍ پیښي ښایي د امریکا، ناټو او افغان دولت تر منځ د روزني او مشورتي عمل په ترڅ کې د امنیت په ممکنه پروسه کې چټکتیا رامنځته کړي.

د امريکا د پوځ وياند جان کربي په کابل کې ویلي دي چي هر وخت چې په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جان ایلن مناسبه وگڼي نو ټول امریکایي مشاورین به بیرته په وزارتونو کي خپل کار پیل کړي. هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي روښانه کړي.

آژانسون/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل