1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په ستراتیژي کې بدلون نه دی راغلی

دويچه ويله/ کنيگې ميشايل۱۳۹۳ آذر ۱۲, چهارشنبه

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحدو ایالاتو ځانگړي استازي دنیل فیلدمن، له دویچه ویله سره په مرکه کې، د لندن کنفرانس د افغان حکومت او نړیوالي ټولني له پاره د خپلو ژمنو د تازه کولو په موخه یوه ښه موقع بللې ده.

https://p.dw.com/p/1DyiT
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

دویچه ویله: په لندن کې د افغانستان له پاره د مرستندویه هیوادونو کنفرانس په ۲۰۰۱م کال کې د بون تر غونډي وروسته ۱۲مه نړیواله غونډه ده. فکر کوی چې دغه کنفرانس به پر افغانستان باندي د تیرو کنفرانسونو په پرتله ښه اغېزه ولري؟

دنیل فیلدمن: اجازه راکړی، ووایم چې په لندن کې جوړیدونکی کنفرانس د مرستندویه هیوادونو کنفرانس نه دی. دا خبره ډیره مهمه ده او باید په پام کې ونیوله شي. دا کنفرانس په یوه داسې حساس وخت کې جوړیږي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د قانون د حاکمیت پر لور گامونه اخيستي دي. پر دې سربیره افغانستان له خپلو گاونډیو سره هم د خپلو اړیکو د ښو کولو هڅي کړي دي. زه له دې خبري سره موافق نه یم چې نوي حکومت خپل کار په یوه هیله من کوونکي ډول نه دی پیل کړی. دې حکومت له ناټو او امریکا متحدو ایالاتو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل او بیا یې په پارلمان کې هم تصویب کړل. همدا څو ورځې مخکې ولسمشر دواړه تړونونه لاسلیک کړل. پر دې سربیره د کابل بانک قضیې د حلولو په برخه کې هم مهم گامونه اخيستل شوي دي. پر دې سربيره د سیمه ییز سیاست په برخه کې چین، مرکزي اسیا، خلیج هیوادونو او تر ټولو مهمه بیا پاکستان ته له سفر سره نوي افغان حکومت مثبت گامونه اخيستي دي.

د دولت جوړولو به برخه کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هم ولسمشر غني او هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د دغو موضوعاتو په اړه پراخ توافقات کړي دي که هغه د بودجې د کمښت په اړه دي، که د اداري فساد پر ضد مبارزې، امنیت او که یا هم مصالحې په برخه کې دي. ما ولسمشر غني او عبدالله په وروستیو وختونو کې یوځای سره ولیدل او هغوی په واضح او یوه غږ وویل چې د ملي یووالي حکومت یي، افغانانو ته د گټو رسولو له پاره ژمن دي. هغوی دا هم راته وویل چې د کلیدي وزیرانو گومارني ته ډیر نزدي دي.

زه فکر کوم د دې دلیل چې د افغانستان دومره پیاوړی نړیوال ملاتړ کيږي، دا دی چې په تیره لسیزه کې په دې هیواد کې د پام وړ پر مختگونه شوي دي. دغه پرمختگونه د ټولنیزو چارو، د زده کړې په برخه کې د بیلگې په توگه چې اوس د ښوونځیو یو پر دریمه برخه زده کوونکې نجونې دي، د روغتیا په برخه کې چې اوس ښځو ته د ژوند اوسط شل کاله ډیر شوی دی، د رسنیو په برخه کې د پام وړ دي. دغه پرمختگونه تر ډیري اندازې د نړیوالي ټولني د ملاتړ له کبله شوي دي. د لندن کنفرانس یو بل چانس دی چې نړیواله ټولنه افغانستان ته وښيي چې له افغانستان سره د دې هیواد په دې مهمه تاریخي موقع کې ژمن پاتې کیږي. دا کنفرانس به همدا راز ولسمشر غني او عبدالله ته د دې چانس ورکړي چې د افغانستان د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي راتلونکې له پاره خپل لیدلوری څرگند کړي.

دویچه ویله: که څه هم د لندن کنفرانس د مرستندویه هیوادونو کنفرانس نه دی، خو افغانستان ښايي بیا هم په دې کنفرانس کې د خپلو اړتیاو د پوره کولو له پاره د میلیاردونو ډالرو اضافی مرستو غوښتنه وکړي. ایا تاسو د امریکا متحدو ایالاتو له نظره په دې اړه څه فکر کوئ؟

دنیل فیلدمن: موږ او زموږ متحدینو په توکیو کې د مرستو په اړه ژمني کړي دي. د توکیو په کنفرانس کې موږ او متحدینو مو دا روښانه کړه چې د اوږدې مودې له پاره د ۲۰۱۲ کاله څخه بیا تر ۲۰۱۵ کال پورې به زموږ ژمنې څه وي. د لندن په کنفرانس کې موږ د دې موقع لرو چې دغه ژمنې تازه کړو. په دې ترتیب سره به د لندن په کنفرانس کې د پیسو د اندازې په اړه مشخصې تازه ژمنې و نه شي. خو دا روښانه ده چې امریکا متحد ایالات په تیرو کلونو کې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالرو مرستي کړي دي او په راتلونکو کلونو کې به هم دغه شان مرستو ته دوام ورکړي.

هغه څه چې موږ یې له افغان چارواکو سره په لندن کې تمه لرو، هغه د لندن کنفرانس ته د داسې یوه چانس په سترگه کتل دي چې په ترڅ کې یې هغوی داسې یو پروگرام وړاندې کوي چې له مخې یې نړیوالې مرستې د افغان حکومت د اصلاحاتو له اجندا سره تر ټولو ډیره مرسته کولای شي. هغوی په دې اړه له مرستندویه هیوادونو سره هم یو واقعی دیالوگ پیلولای شي. په دې ترتیب سره موږ د افغانستان پر لوړ شوي ثبات باندې اعتماد ډیروو. دغه اعتما په عین حال کې د مرستندویه هیوادونو پر دوامداره مرستو هم دریږي.

د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې دواړه ولسمشر غني او عبدالله په واضح ډول د خپلو کمپاینونو پر مهال ویلي ول چې له دې پدیدې سره به مبارزه کوي. افغان حکومت لا وختي ژمنه کړې ده چې د اداري فساد پر وړاندي به مبارزه کوي، شفافیت به راولي او حساب به ورکوي. خو په توکیو کې زموږ ژمنې د یوه داسې دوه اړخیز حساب ورکوونې پر بنسټ ولاړي دي چې نړیوالې ټولنې او افغانستان ورباندې موافقه کړې ده.

د دغې موافقې له مخې موږ د خپلو مرستو یوه برخه پر داسې میکانیزمونو باندې مصرفوو چې د ادارې فساد پر وړاندي مبارزې په گډون له ځینو ریفورمونو سره مرسته کوي. موږ به د افغان حکومت د اصلاحاتو د اجندا ملاتړ وکړو. خو موږ به ځان په دې خبره ډاډه کړو چې د ادارې فساد پر ضد مبارزه د افغان حکومت په اجندا کې پاتیږي.

د امنیت په اړه موږ له افغان چارواکو او خپلو ملگرو سره په خبرو اترو بوخت یو، څو د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لاري چارې وموندو. همدا اوس افغان امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو او هیواد په دفاع بوخت دي. هغوی له یاغیانو سره جنگیږي او د برياوو ساتنه کوي چې ایساف تر لاسه کړي دي.

هغوی د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو د انتخاباتو د امنیت په ټینگښت کې ډیر ښه وځلیدل او سږ کال یې د جنگ د فصل پر مهال سخت تلفات هم زغملي دي. خو هغوی په عین حال کې طالبانو ته هم سخت تلفات اړولي دي. موږ غواړو چې د هغوی د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو، خو موږ له هغو چيلينجونو هم خبر یو چې افغانان به ورسره په دې برخه کې مخامخ شي.

دویچه ویله: په افغانستان کې د ناټو جنگې ماموریت پای ته رسیږي، خو امریکا بیا خپل پوځي جنگي ماموریت ۲۰۱۵ کال ته هم غځولی دی. ایا متحد ایالات له بریتانیا، آلمان او د ناټو له نورو غړو سره هم خبري کړي دي چې خپل جنگي ماموریت وغځوي؟

دنیل فیلدمن: د دې موضوع په اړه یو څه غلط فهمي رامنځ ته شوې ده. امریکا متحد ایالات د روان کال په پای کې د خپل جنگي ماموریت په غیر جنگي ماموریت بدلولو ژمنه نه ده بدله کړې. هغه څه چې ولسمشر بارک اوباما په می میاشت کې پلان کړی ول کارونه په هماغه شان پر مخ روان دي. هغه وخت ولسمشر اوباما ویلي ول، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورسوي، اوس به هم همدا کار وشي. هغه وخت ولسمشر اوباما ویلي ول چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته به امریکايي عسکر د افغان ځواکونو روزني او سلا مشورو ته دوام وکړي او پر دې سربیره به د القاعدې د پاته سوو پر وړاندي، محدود پوځي عملیات ترسره کړي، اوس هم پریکړه همداسې ده. هیڅ څه هم نه دي بدل شوي.

یوازی رامنځ ته شوی بدلون دا دی چې په وروستیو میاشتو کې موږ هڅه کړې ده، واضیح کړو چې ځواکونه به مو تر ۲۰۱۴م کال وروسته څرنگه دنده ولري. هغه څه چې موږ ویلي دي هغه دا دی چې یوازې په ځینو محدودو حالاتو کې امریکا متحد ایالات د ستراتیژیکو منافعو د ساتلو له پاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي. موږ دا خبره هم کړې ده چې د خپلو عسکرو او نورو د ژوند ساتلو له پاره به ټول لازم اقدامات وکړو. له دې کبله په پالیسي کې کوم بدلون نه دی راغلی، بکلي یوازي په دې اړه وضاحت رامنځ ته شوی دی چې په کومو شرایطو کې به امریکایي ځواکونه خپل محدود عملیات کولای شي.