1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په سويل کې امنيت ښه نه دی

۱۳۸۵ مهر ۲۴, دوشنبه

په افغانستان کي په تيره بيا د هغه هيواد په سويل او ختیځ کي امنيتي حالت ډير خراب دې. که څه هم ناتو او نړيوال سوله ساتي پوځ د افغانستان د بيا رغاوني له پاره نوموړي هيواد ته تللي دې. خو بيا رغونه سولي ته اړه لري. نو مجبور لومړې د سولي د ټينگولو هڅي وکړي.

https://p.dw.com/p/DMpX
انځور: AP

د شمالي اطلس د فاعي تړون ناتو د سپتمبر په اته ويشتمه نيټه ټول افغانستان ته د خپل خدمت د ساحي د پراخولو پريکړه وکړه او غواړي،چي د اکتوبر په پنځمه نيټه د افغانستان ختيځ ته هم خپل کنترول پراخ کړي.
دغه پوځ ببه د دولس زرو امريکاي عسکرو قومانداني هم په غاړه واخلي. موږ په دي اړه چې ايا ختيځو سيمو ته د ناتو د پوځ د خدمت پراخيدل به په افغانستان کي د سوي د راوستلو په لاره کي مرسته وکړي که څنگه؟

د کابل د علومو د اکاديمي له غړي سر محقق سيد امين مجاهد سره مرکه کړي ده.

مرکه کونکي رحيله اميري.