1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په سویل کي چاودنو څلور تنه وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه
https://p.dw.com/p/165NR

د افغانستان په سویل کي د شنبې په ورځ دوې چاودنې سوي او له کبله ئې څلور افغانان وژل سوي دي. د رزوگان ولايتي وياند عبدالله همت، د فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي یوه چاودنه په ولايتي مرکز ترينکوټ کي سوې ده چي پکښي دوه حکومت پلوه قومي مشران وژل سوي دي.

دويمه پېښه د هلمند په نهر سراج کي هغه وخت رامنځ ته سوې ده کله چي د سړک د غاړي يو بم وچاودید او په ترڅ کې ئې دوه مېرمني ووژل سوې او دوه نوري ژوبل سوې. دا چاودنې په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي د امريکا متحده ايالتونو اعلان وکړ چي د افغانستان څخه به د ديرشو زرو په شاوخوا کي خپل عسکر د ټاکلي وخت څخه لا يوه مياشت مخکي وباسي. دا هغه عسکر دي چي ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۰۹م کال کې افغانستان ته لېږلي ول. اوباما تېر کال ژمنه کړې وه چي دغه عسکر به د ۲۰۱۲م کال د پای ته رسېدو تر مخه لا بېرته د افغانستان څخه وباسي.