1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کي د هالنډ يو مرستندوي تښتول سوی

۱۳۸۹ آبان ۳, دوشنبه

هغوی د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چي دغه هالنډی وګړی چي افغان موټر چلونکی هم ورسره و کيدای سي چي يرغمل سوي وي.

https://p.dw.com/p/Pnl2
د تخار والي عبدالجبار تقوا
د تخار والي عبدالجبار تقواانځور: DW

د تخار والي عبدالجبار تقوا رسينو ته ويلي دي چي څلور وسلوالو کسانو دغه دوه تنه چي يو يې هالنډی او بل يې افغان موټر چلونکی دی د ځان سره بې ولي دي.

والي وايي چي په سيمه کي عيني شاهيدانو ويلي چي دغه دوړاه د خپل موټر څخه کښته کړې او په بل موټر کي يې د کندوز ولايت خواته بېولي دي.

بله خوا د تخار امنيې قوماند شاجهان نوري ويلي دي چي دغه هالنډی وګړي د يو غيري دولتي موسسې ريس و چي د معيوبينو په برخه کي يې په تخا کي کار کوی.

« پوليسو ته خبر ورکړل سو چي خارجي چي د هالنډ وګړی دی د وسله والو کسانو لخوا تښتول سوی دی.»

هغه ويلي دي چي موږ په کندوز کي د پوليسو ماموريتونو ته خبر ورکړی ولي په دې برخه کي موږ نور څه ډير نسو کولای.

د هالنډ د خارجه وزارت وياند کريستوف پروميرسبرګر رويترز خبري اژانس ته دا خبره تايد کړې چي یو هالنډی او د هغه افغان موټر چلونکی نن يرغمل سوې دي.

« په کابل کي موږ سفارت د افغان چارواکو سره په تماس کي دي تر څو د ټولو هغه امکاناتو څخه کار واخلي تر څو دواړه د تښتونکو د منګولو څخه خلاص کړي.»

دغه راز د تخار د والي وياند ويلي دي چي دغه هالنډی او د هغه موټر چلونکی د خپل موټر څخه را کښته کړې او د ځان سره يې بېولي دي.

ددغه هالنډي او افغان د تښتولو پړ تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې.

آژانسونه/ جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل