1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمول په 159هيوادونو کي بشري حقوق تر پښو لاندي دي

۱۳۸۹ خرداد ۶, پنجشنبه

د بخښني نړيوال سازمان په خپل کلني رپوټ کي کښلي دي، چي په ټوله نړۍ کي د بشری حقونو د تر پښو لاندي کونکو څخه قانوني پوښتني نه کيږي...

https://p.dw.com/p/NYFs
په جرمني کي د بخښني د نړيوالي ټولني مشره مونيکه لوکه
په جرمني کي د بخښني د نړيوالي ټولني مشره مونيکه لوکهانځور: picture alliance/dpa

د 2009 ميلادي کال د مارچ په مياشت کي آوزه وه، چي دسوډان د دولت د مشر عمر البشير دبند حکم صادر سوی دی.

دا لومړی وار و،چي نړيوالي جزايي محکمې د بشري حقونو د نه رعايتولو په تور د يو برحال دولتي مشردبند حکم صادر کړی.

په آلمان کي دبخښني د نړيوالي ټولني منشي مونيکا دکلني رپوټ دوړاندي کولو پر وخت وويل،چي نړيواله جزايه محکمه چي په 2002 ميلادي کال کي تاسيس سوې، تر اوسه 111 هيوادونو ددې محکمې صلاحيت په رسميت پيژندلی.

خو ډير مهم هيوادونه لکه دامريکا متحده ايالات، روسيه، چين ، اندونيزيا، تر کيه او نور هيوادنه لا تر اوسه ددې نړيوالي محکمې صلاحيت په رسميت نه پيژني.

بشري بنيادي حقونه دنړي په 159 هيوادونوکي تر پښولاندي کيږي. د ټولني په رپوټ کي ويل کيږي،کله چي د سرلانکا، اسرائيل ، فلسطين، کانګو، روسيه، چين ، ايران او افغانستان د بشري حقونو د ترپښولاندي کولو د پيښو په اړه پوښتني کيږي، خپل غوږونه کاڼه اچوي.

د ټولني په خبره که څو ک په مسکو يا شمالي قفقاذ کي د بشري حقونو په پلوي خپل ږغ پورته کړي، نو د مرگ له خطر سره به مخامخ وي.

د ټولني په کلني رپوټ کي د افغانستان ولسمشر حامد کرزی لخوا د سولي د راتلو د پاره د طالبانو سره د خبرو کولو موضوع ته هم اشاره سوې او ليکي،چي ددې خبرو په بهير کي بايد دداسي يوې روغي جوړي څخه ډډه وسي چي په هغه کي دمېرمنو بنيادي حقونه يا نور بشري بنيادي حقونه د پامه وغورځول سي.

دټولنۍ په عقيده، په افغانستان کي طالبان بشري بنيادي حقونو ته پاملرنه نه کوي او د افغانستان حکومت هم په ډيرو مواردو کي بشري بنيادي حقونه تر پښو لاندي کړي.

د بخښني نړيوالي ټولني اندېښنه ښودلې چي،که چيري افغان حکومت دطالبانو سره يوې روغي جوړي ته ورسيږي، نو امکان لري، بنيادي بشري حقونه په تيره بيا دمېرمنوحقونه د پامه څخه وغورځول سي.

خو خبره داده، چي د بنيادي بشري حقونو سره هيڅ څوک نسي کولاي چي سياسي معاملي وکړي.

رپوټ ليکي که په افغانستان کي دکورنيو جګړو دپای ته رسولو او د سولي او ثبات د ټينګښت دپاره د طالبانو سره خبري کيږي، بايد د راتلونکي دپاره بنيادي بشري حقونو ته لکه څنگه چي ښايي هغسي پاملرنه وسي.

رپوټ د افغانستان په اړه ليکي،چي په هغه هيواد کي بايد هغه کسان ونه بخښل سي، چي د بشري حقونو په نه رعايتولو تورن دي.

Ripperger/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل