1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په ماموريت کي سپما نه کوو! ولي؟

۱۳۸۹ تیر ۱۸, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير: « د افغانستان په ماموريت کي سپما ځکه پکار نه ده چي مونږ هلته برياليتوب غواړو او مونږ خپل مسووليت ښه پيژنو. المان په خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دي»

https://p.dw.com/p/OFYS
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلي د جمعي په ورځ د فدرالي شورا په وړاندي د افغانستان د ماموريت په اړه د حکومت دريځ روښانه کړ
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلي د جمعي په ورځ د فدرالي شورا په وړاندي د افغانستان د ماموريت په اړه د حکومت دريځ روښانه کړانځور: AP

«دافغانستان په هکله يواړخيز قضاوت بايد ونه شي!»

دا خبره د آلمان د بهرنيو چارو وزي، ګيدو وستر ويلي نن د خپل هيواد د فدرالي شورا يا بوندستګ په وړاندي وکړه.

«ټول هغه څه چي په تير نيم کال کي لاس ته راغلي دي، د ښه پرمختګ زيري ورکوي، که څه هم يو بشپړ بيلانس لا تر اوسه په لاس کي نه لرو.»

وسترويلي دفدرالي شورا ته د افغانستان په هکله د حکومت د دريځ د روښانه لپاره د يوي وينا څخه مخکي وويل: «دا صيحح ده چي په تيرو مياشتو کي د امنيت په برخه کي د انديښني وړ تحولات رامنځ ته شوي دي. خو له بلي خوا سړي بايد دا هم له پام څخه ونه غورځوي چي د افغانستان په ځينو نور برخو کي د ثبات د ټينګيدو په لور کلک ګامونه اخيستل شوي دي. نو په دي وجه سړي ويلاي شي چي د افغانستان عمومي وضعيت د يوي سيمي تر بلي پوري توپير لري.»

وستر بوندنستګ ته د خپلي وينا په دوام کي په افغانستان د خپل هيواد له ماموريت دفاع وکړه او وويل چي که څه هم آلمان له مالي ستونزو سره لاس او ګريوان دي خو د افغانستان ماموريت ورته خورا اهميت لري:

«په افغانستان کي د خپل ماموريت په ژمنو کي به مالي سپما ونه کړو، ځکه مونږ برياليتوب غواړو او مونږ خپل مسووليت ښه پيژنو. المان په څپلو ژمنو ټينګ ولاړ دي»

وسترويلي زياته کړه چي د آلمان حکومت په خپل ټاکلي هدف باندي يتنګ ولاړ دي چي که «چيري شرايط اجازه ورکړي په راتلونکو دري کلونو کي به په افغانستان کي امنيتي مسووليت د دغه هيواد حکومت ته وسپاري.» خو هغه دا هم وويل چي سړي بايد هغه تصورات له سره وباسي چي سمدلاسه دي د « هندوګش د غرو د لمنو په هيواد کي اروپايي ډوله مناسبات ټينګ کړاي شي.»

خو په افغاستان کي د اختلاس او اداري فساد دوام او له هغه هيواد څخه په غير قانوني توګه د پيسو ايستلو رپوټونو د آلمان د بهرنيو چارو وزير نوموړي مثبتی او هيله ورکوننکي اروزني تر سيوري لاندی راوستي دي.

له بلي خوا د روان کال له پيل خخه تر اوسه پوری آلمان د هندوکش د غرو په لمنه کي خپل 7 تنه سرتيري له لاسه ورکړل. دا ټول داسي ښيي چي د افغانستان د پرمختګ ادعاوي هسي هم نه دي لکه چي د آلمان حکومت تري ستاينه کوي. دغه ډول نظر د پارلمان په نني غونده کي د دغه هيواد د مخالف ګوند، سوسيال ديموکرات سياست وال، ګيرنوت ايرلر بيان کړ او د افغانستان ستراتيژي يي نيمګړي وګنله.

هغه وویل: « که څه هم په افغاسنتان کي اوس 150 زره بهرني سرتيري موجود دي، خو بمي چادونو او حملو او زور زياتيو قوت اخيستي دي. د 2010 کال د جون په مياشت کي 102 تنه بهرنيو سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. چي دا د افغانستان په ماموريت کي تر ټولو خونړي مياشت وه .»

د آلمان فدرالي شورا کي د شنو يا د ګروینن ګوند د بهرنيو چارو په وزير باندي تور ولګاوه چي په خپلي وينا سره يي له اصلي موضوع بلي خواته پام واړاوه. او هغه د ناتو د سرتيرو او د آلمان د پوځ ستونزو ته یی هیخ اشاره ونه کړه. د شنو د ګوند استازي فريت يوف شميت په وستر ويلي باندي نيوکه وکړه چي د افغانستان د خپلي منځني روغي جوړي موضوع باندی هم ونه غږیده چی د آلمان حکومت په دی اړه څه دریځ لری. هغه وستر ویلی ته په خطاب وویل: «د بهرنيو چارو ښاغلي وزير! ستاسو مقام ته د ټول درناوي سره سره تاسي په خپلي نني وينا سره مونږ نا اميده کړو، ما له تاسو د ښکاره او څرګندو خبرو انتظار کاوه.»

د آلمان د پارلمان کين اړخ ګوند هم د وستر ويلي په وينا سره قناعت ونه کړ.

خو د آلمان د بهرنيو چارو وزير په ځواب کي وويل په دي کي شک نه شته چي د افغانستان په ځينو سيمو کي شاتګ شوی خو په ډیرو نورو کي پرمختګونه شوي دي. په دي وجه «د هيلو لپاره ډير قوي دلايل وجود لري.»

ورک هايزر/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري