1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په هکله وتلې امریکايي تاريخ پوهه مړه شوه

۱۳۹۶ شهریور ۱۹, یکشنبه

د افغانستان د تاریخ یوه امریکايي کارپوهه میرمن چې په دې جنګ ځپلي هیواد کې له لسیزو راهیسې میشته وه، تر اوږدې ناروغۍ وروسته په افغانستان کې د ۹۰ کلونو په عمر مړه شوې.

https://p.dw.com/p/2jfgJ
Nancy Hatch Dupree, Historikerin
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۰مه نېټه) د افغانستان د حکومت له لوري په خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې نانسي هاتچ دوپري چې د لومړي ځل له پاره په ۱۹۶۲م کال کې افغانستان ته راغلې وه په کابل کې د ۹۰ کلونو په عمر مړه شوې.

نانسي له افغانستان سره د خپلې علاقې له امله په دې هیواد کې ژوند کوو او د خپل ژوند ډیره برخه یې د دې جنګ ځپلي هیواد د تاریخي آثارو د را ټولوونې او ثبت په برخه کې مصرف کړې ده.

په افغانستان کې د خپل ژوند په موده کې هغې ګڼ شمیر تاریخي کتابونه، نقشې، انځورونه او ان د فلکلوري موسیقۍ ځینې نمونې را ټولې او خوندي کړې وې. دغه راټول شوي آثار اوس د کابل په پوهنتون کې ساتل کیږي. نوموړې په دې دوران کې د لارښوونې پنځه کتابونه هم لیکلي دي.

په افغانستان کې ګڼ شمیر کسان میرمن دوپري ته د یوې افغانې په توګه ګوري او د هغې تر مرګ وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمیر افغانانو د هغې د غمشریکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.