1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په پارلمان کي د فساد پرضد مظاهره

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبه

په سوو ځوانانو د افغانستان په پارلمان کې د فساد او بډو اخيستلو پرضد مظاهرې وکړې. لاریون کوونکو د «پارلمان دې د ولس پر رایو تجارت نه کوي» شعارونه ورکول او له استازو څخه يي وغوښتل چې مقننه قوه دې د فساد په منبع نه بدلوي.

https://p.dw.com/p/18OyB
Auf diesen Bildern sind eine Gruppe afghanische Studenten zu sehen, die sich vor dem Parlament versammelt haben und die Politiker zu Reformen und Transparenz und Kampf gegen die Korruption auffordern. Sie nennen sich das Netz der jungen Aktivisten für Reformen und Veränderungen.
Student Afghanistan Parlament Reform Politik Transparenz Korruption Aktivist Veränderungانځور: Hossein Sirat

دغه لاریون د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲۹) د سمون او بدلون له پاره د ځوان فعالینو د شبکې له خوا د ولسې جرګې د دروازې مخې ته احتجاج وکړ.

لاریون کوونکو په خپلو لارسونو کې د«ملت کور د معاملې ځای نه دی» « زموږ رای مه پلورﺉ» او« پارلمان د معاملې ځای نه دی» شعارونه درلودل.

په پارلمان کې د فساد پر ضد اعتراضونو هغه وخت زور واخيست، چې د ولسي جرګې استازې په دې ونه توانیدل چې د کابینې له یو شمیر وزیرانو څخه د اعتماد رای واخلي. د ولسي جرګي یو شمیر استازو ادعا کړي چې وزیرانو د پارلمان یو شمیر غړو ته پيسې ورکړي دي.

«که فساد ورک نه سي احتجاج به مو دوام ومومي.»
«که فساد ورک نه سي احتجاج به مو دوام ومومي.»انځور: Hossein Sirat

د دغو احتجاج کوونکو څخه يو تن رفیع هروي وویل: د افغانستان د خلکو هیلي په پارلمان پوري تړلي دي چې دوی به د ادارې فساد پر ضد مبارزه کوې، خو اوس فساد، د ولس کور ته لاره موندلې ده چې دا ډیر د افسوس خبره ده:

«هغه وزیران چې پارلمان ته رابلل کیږي، د ولسي جرګې استازو ته یوه عایداتي منبع ګرځيدلې ده. مخکي له دې چې دوی استیضاح شي د پردې تر شاه معامله کیږي او بډې اخيستل کیږي. ځوانان غواړې چې دغه استازي باید افشا شي.»

په عین وخت کې د ولسي جرګې یو شمیر استازو هم غوښتنه وکړه چې د پارلمان د هغو استازو نومونه باید بربنډ شې چې له وزیرانو څخه يې رشتوت اخيستی دی. دوی پر دې خبره ټینګار کاوه چې د ولسي جرګې ټول غړي په فساد کې ښکیل نه دي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي سید حسین انورې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل د هغو۸۰ تنو استازو نومونه باید مشخص شې چې په بډو اخيستلو تورن دي، خو تر اوسه پوري د ولسي جرګي د دغو استازو نومونه نه دي روښانه شوي.

انوري زیاته کړه .«موږ په رسنيو کي ځپل کیږو، د سنا مجلس موږ ځپي، ترڅو چې دا قضیه نه وې حل شوې، هيڅ دلیل نه شته چې موږ دي غونډه ولرو.»
د افغانستان ولسي جرګې د وري په میاشت کې ۱۱ تنه وزیران د ۱۳۹۰ کال د پرمختیايي بودیجې د نه مصرفولو په برخه کې استیضاح کړل، خو ټولو وزیرانو یووار بیا له پارلمان څخه د اعتماد رايي ترلاسه کړې.

روشن محسني چې د سمون او بدلون له پاره د ځوان فعالینو د شبکې غړې ده وايي چې پارلمان د قانون جوړوني ځای دی او خلک توقع لري چې دغه بنسټ به د حکومت د چارو څارنه کوي:

«زموږ د لاریونونو موخه دا ده چې نور نو وکیلان د ولس شتمني ونه لوټي او د فساد او بډو اخيستلو څخه ډډه وکړي، نور دي نو زموږ پر رایو معامله نه کوي.»