1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې واوره شوې ده

۱۳۹۰ دی ۲۵, یکشنبه

د پلازمېني کابل اوسیدونکي نن یکشنبه « د ۲۰۱۲ کال د جنوري د میاشتې پنځلسمه» په داسې حال کې له خوبه را پاڅيدل چې ټول شاو خوا سپینو واورو پوښلې وه.

https://p.dw.com/p/13jtA
د ژمي په موسم کې د سالنګ لویه لاره زیاتره وخت د ترافیکو پر مخ تړلې وي
د ژمي په موسم کې د سالنګ لویه لاره زیاتره وخت د ترافیکو پر مخ تړلې ويانځور: AP

د کابل اوسیدونکي د واوري اوریدلو ته خوشاله دي. هغوی وايې چې ګوندي راتلونکی کال به سمسور او د غلو دانو له پلوه به یو بډای کال وي په داسي حال کي چي د تیر کال وچ کالیو ډیری کروندګر وځپل.

دا یوازي پلازمېنه نه ده چي درنه واوره پکښي اورېدلې ده، بلکي په ګرد چاپیر ولایتونو لکه لوګر، میدان وردګ، غزني، پروان، کاپیسا، بامیان او یو شمیر نورو سیمو کي هم ډيره واوره اوریدلي ده. خو سره له دې ټولو هیلو بیا هم افغانانو ته د واوريد اوریدلو له امله زیانونه هم اوښتي دي.

د پلازمیني کابل پر ډیرو واټونو نن سهار ترافیکي پیښي شوي دي او هري خوا ته د واوري د اوریدو له کبله وني ماتي شوي او پر واټونو را لویدلې دي. له دې کار سره د ترافیکو عادې بهیر هم له خنډ سره مخامخ شوی دئ.

د کابل د میرویس میدان پر واټ د یوې ترافیکي پیښي له امله درې تنه مړه او یو بل ژوبل شوی دئ.

په کابل کې د واورې د وریدو له امله څو ترافیکې پیښې رامنځ ته شوې.
په کابل کې د واورې د وریدو له امله څو ترافیکې پیښې رامنځ ته شوې.انځور: DW

د میرویس میدان یوه هټیوال، حاجي باران، دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل چي پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو بار وړونکی ډینا ډوله موټر له یو ټکسي سره وجنګید.

د کابل د ترافیکو مدیر سمنوال همدرد وویل چي دوی په ښار کي۲۴ساعته بیړنی حالت اعلام کړی دئ او هريخوا ته ئې په لسګونو اضافي پرسونل د ترافیکي بهیر د خلاص ساتلو له پاره ګمارلی دي. همدا راز د کمپنۍ پر لوی واټ هم درې ځایه ترافیکي پيښي شوي دي.

له پکتیا ولایت څخه کابل ته یوه راغلي مساپر یعقوب خان دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل چي د لوګر او ګردیز تر منځ ډیره واوره شوې ده او ګڼ شمير ترافيکي پیښي را منځته شوي دي.

بامیان او نورو مرکزي ولایتونو ته غځیدلي لاري هم د واوري د اوریدو له امله تړلي شوي دي.

د حبیبې سرابي د وینا له مخي چي د مرکز بامیانو او ځينو ولسوالیو تر منځ لاري تړل شوي خو سره له دې چي حکومتي امکانات ډیر لږ دي خو بیا هم قومي او سیمه يیزي شوراګاني د تړونونو له مخي دنده لري چي یادي لاري د ترافیکو پر مخ پرانیستي وساتي.

په همدې حال کي له پلازمیني نه د شمال پرلور غځيدلی واټ چي له پروان څخه تیریږي هم د ډیري واوري د اوریدلو شاهد دئ.

د پروان د والي ویاندې روشنا خالد نن سهار دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته د ټلیفون پر کرښه وویل چي دوی تر سالنګونو پوري لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستې ساتلې ده او هیڅ راز داسي کومه لویه پیښه د پروان ولایت په مربوطاتو کي نه ده رامنځ ته شوې.

د آغلي خالد په وینا د دوی د ټولو ولسوالیو لويې لاريله مرکز چاریکارو ښار سره خلاصي دي او سیمه يیزي شوراګانې او کلیوالي ګروپونه له دوی سره د مخکني قرار داد له مخي د لارو د پرانیستلو دنده لري.

دویچه ویله/ میرویس جلالزی
کتونکی: سید ریاض