1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پولي ته نږدې په قبايلي سيمو کې ١٥ کسان وژل شوي

۱۳۸۷ شهریور ۱۳, چهارشنبه

ديره اسمعيل خان: د AP آژانس د يوه رپوټ له قوله، د افغانستان پولي ته نږدې په قبايلي سيموکې، د امريکايي ځواکونو په گډون يوې نظامي حملې کې لږترلږه ١٥ تنه وژل شوي او گڼ شمېر نور ټپي شويدي.

https://p.dw.com/p/FASS
د يوی حملې نه وروسته خلک د خپلو مړيو جنازه اخلي
د يوی حملې نه وروسته خلک د خپلو مړيو جنازه اخليانځور: AP

د ټپيانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دا خبر رسمي سرچينو او سيمه ايزو عيني شاهدانو ورکړی دئ. په افغانستان کې د امريکې تر قومانده لاندې بهرني ځواکونه وايي چې دوی له دې پېښې څخه نه دي خبر.

د پاکستان پوځي وياند جگړن مراد خان څرگنده کړې، چې د دوی په اند دا ١٥ تنه سهار وختي د جنوبي وزيرستان د انگور اډې په کلي کې له منځه وړل شوي. خان وړاندې معلومات نه دي ورکړي او زياته کړې يې ده، چې پوځ د دې پېښې په څېړنه لگيا دئ.

د امريکا لخوا په پاکستان کې د يوه کلی بمباری
د امريکا لخوا په پاکستان کې د يوه کلی بمباریانځور: AP

يوه سيمه ايز شاهد حبيب خان وزير په ډاگه کړې، چې مرگ ژوبله د موسی نيکه په کلي کې شوېده او ده پخپله د څرخي الوتکو غږ او وروسته د وسلو ډزې آورېدلې دي.

له افغانستان څخه رپوټ ورکړل شوی، چې حمله نړيوالو ځواکونو کړېده او زياتوي، چې څلورو څرخي الوتکو د افغانستان له پولې نه اخوا دا عمليات سر ته رسولي.

د وزيرستان يوه ځايي مامور بيا ويلي دي، د ناتو څرخي الوتکو د جلال خېلو په کلي کې عسکر راکوز کړل او له يرغل وروسته يې بېرته يووړل. دا حمله همدا نن د چهارشنبې په سهار شوې.