1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو دوتلو پيل د ليزبن د غونډي مهمه اجندان ده

۱۳۸۹ آبان ۲۶, چهارشنبه

د کارپوهانو په اند بارک اوباما به د ناټو په راتلونکې غونډي کي، د خپل هغه پريکړي په اړه چي په ترڅ کي يي امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه په 2011 کال کي په وتلو پيل کوي، ډير محتاطانه خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/QBXB
انځور: AP

ځکه چي دير شميرد ناټو غړي هيوادونه د افغانستان څخه د وتلو لپاره د يوي مشخصي نيټي د ټاکلو سره موافق ندي.

د ناټو راتلونکي غوڼډه به په ليزبون کي د جمعې او شنبې په ورځو کي وي. په دغه غوڼډي کي به براک اوباما د ناټو د نورو غړو سره په رسمي ډول افغان پوځيانو ته تر 2014 کال پوري د امنيتي چارو د سپارو په اړه خبري وکړي.

تير کال براک اوباما په افغانستان کي د امريکايي پوځيانو شمير 100000 ته اوچک کړ. ده همدا راز ويلي وه چي په 2011 کال کي به د افغانستان امنيتي چاري افغانان په لاس کي ونيسي.

دا په داسي حال کي ده چي اوس مهال د براک اوباما اداره د بهرنيو پوځيانو د و وتلو څخه ملاتړ کوي، خو دا هم وايي چي د وتلو پلان بايد د انعطاف قابليت ولري.

کارپوهه، ليزا کورتيز، هم دغه خبره مني. هغه وايي چي په افغانستان کي ميشت امريکايي پوځيان لا ډير وخت ته اړتيا لري ترڅو، افغانستان لپاره د بارک اوباما نوي ستراتيژي په سمه توګه په عمل کي پياده سي.

ستيفني سينوک، د نړيوالو سياستونو کار پوهه، وايي چي 2011 کال د امريکايي پوځيانو د وتلو لپاره يوه ډيره ښه نيټه بلل کېده. هغه همدا راز زياتوي چي اوس مهال د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره لا سم شرايط برابر ندي ځکه هغه پرمختګونه چي د امريکا ولسمشر، بارک اوباما، غوښتل لا تر اوسه په افغانستان کي منځ ته ند راغلي.

سينوک وايي چي که په 2014 کال په افغانستان کي جګړه ختمه هم شي، نو بيا به هم د يو شمير امريکايي پوځيانو شتون په دغه هيواد کي ضروري وي.

د سپيني ماڼي چارواکي وايي چي افغان چارواکو ته د افغانستان د امنيتي چارو سپارل به يو تدريجي او ثابته پروسه وي. دوي وايي چي دغه پروسه به 2014 کال کي د ټول هيواد په کچه تر سره شي.

ستيفني سينوک وايي چي بارک اوباما په د ليزبون په غوڼډه کي د ناټو غړو هيوا دونو څخه وغواړي ترڅو د افغانستان په پوځي عملياتو کي لاډيره ونډه واخلي. هغه وايي: که دغه هيوادونه نغواړي چي د افغانستان په جګړه کي ونډه واخلي، نو د افغانستان د عملياتو څخه د ملاتړ نوري لاري هم شته.

د امريکا پياوړي جمهوريت غوښتونکي، جان مکن، د دوشنبې په ورځ وويل چي په راتلونکي کال کي به د افغانستان په شمال کي، امريکايي چارواکي له ځينو سيمو څخه ووزي. ده همدا راز زياته کړي چي اوباما بايد د ليزبون په غونډه کي يو ډيره قوي بيانيه ورکړي.

دي وايي چي اوباما بايد نړيوالو ته دا پيام ورسوي چي په 2011 کال کي له افغانستان څخه د بهرنيو قواو وتل يوه نظريه ده، خو په 2014 کال کي بايد نړيواله ټولنه په افغانستان کي د پام وړ لاس ته راوړني ولري او وشي کولاي چي د افغانستان څخه ووزي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل