1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د برتانوي عسکر وتل کيدای سي په ۲۰۱۱ کال کي پيل سي

۱۳۸۹ تیر ۳۱, پنجشنبه

د برتانيې لومړي وزیر ديويد کمرن په واشنگټن کي د بارک اوباما سره تر ليدني کتني وروسته ويلي دي چي کيدای سي د ځواکونو په لږولو پيل وسی.

https://p.dw.com/p/ORN8
د برتانيې لومړی وزير ديويد کمرن
د برتانيې لومړی وزير ديويد کمرنانځور: AP

د برتانيې لومړی وزير ديويد کمرن ويلي دي چي کيدای سي برتانيه په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په ايستلو پيل وکړي.

هغه د بي بي سي د پنځم کانال سره په مرکه ويلي دي چي د افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو موضوع د سيمي په حالاتو پوري تړلې ده.

د هغه په خبر ه هر څونده ژر چي افغانستان په خپله د افغانانو ترکنترول لاندي راځي هغومره ژر زموږ عسکر کولای سي چي خپل هيواد ته ستانه سي.

په واشنګټن کي د جمهوررييس اوباما سره تر ليدني وروسته هغه ويلي دي چي« زه نه غواړم چي په دې اړه هيلي ډيري کړم، ځکه چي د سرتيرو ايستل په افغانستان کي د سولي او ثبات په ټنګولو پوري تړلي دي.»

د کمرن په خبره، غواړي د ناټو راتلونکي غونډي ته چي ټاکل سوې ده نومبر په مياشت کي به په ليزابون کي جوړه سي پر داسي يو پلان باندي کار وکړي چي د مخه يې د څو سيمو امنيتي مسووليت افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سي.

هغه زياته کړه کله چي دغه کار تر سره سي نو هغه وخت بيا امکان سته چي په هغه هيواد کي د برتانوي سرتيرو په لږ ولو پيل وسي.

د هغه وخت راهيسي چي ديويد کمرن د برتانيې صدراعظم ټاکل سوی دا يې واشنګټن ته لومړی سفر و.

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي