1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د ايستلو خبري بيا تودې سوي

۱۳۹۰ آبان ۱۷, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما او د ناټو عمومي منشي، اندرس فوغ راسموسن، په راتلونکي کال کي د ناټو په سرمشريزه کي د افغانستان څخه د ځواکونو د را ايستلو پر څرنگوالي خبري کړي.

https://p.dw.com/p/136dE
د ناټو عمومي منشي اندرس فوع راسموسن او د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د ناټو عمومي منشي اندرس فوع راسموسن او د امریکا ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

اوباما او راسموسن دغه راز د ناټو د ليبيا د عملياتو په اړه خبري اتري کړي دي. د سپيني ماڼۍ په حواله دواړو مشرانو، په شکاگو کي د ناټو د راتلونکي جوړيدونکي غونډي په اړه خبري کړي.

د سپيني ماڼۍ لخوا په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي دي، چي اوباما او راسموسن په افغانستان کي د پرمختګونو په اړه هم خبري اتري کړي دي.

تير کال ناټو د پرتگال په پلازمېنه ليزبن کي پريکړه وکړه، چي د ۲۰۱۴کال تر پايه پوري به د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري او له دغه هيواد څخه به ټول بهرني عسکر خپلو هيوادونو ته ستانه سي.

تير کال په لومړي سرکي بارک اوباما پريکړه وکړه، چي د ۲۰۱۲کال تر نيمايي پوري دي د افغانستان څخه ۳۳۰۰۰امريکايي سرتيري بيرته خپل هيواد ته ستانه سي.

تيره اونۍ امريکايي رسنيو داسي راپورونه خپاره کړل، چي گويا بارک اوباما پر داسي يو پلان کار کوي، چي کيدای سي د افغانستان څخه د عسکرو را ايستل تر وخت مخکي عملي کړي.

د سپيني ماڼۍ په خبر پاڼه کي دغه راز راغلي دي، چي اوباما او راسموسن د ليبيا عمليات ستايلي او ويلي ئې دي، چي د ناټو لخوا د چټکو ګامونو په پورته کولو سره، د زرګونو ليبيايانو ژوند خوندي سوی دی.

د ليبيا په عملياتو کي د امريکا د متحده ايالاتو رول د ځيني امريکايي سياستوالو لخوا تر نيوکو لاندي راغلی دی. دغو سياستوالو ويلي چي امريکا په ليبيا کي د عملياتو مشرتوب د ناټو نورو غړو لکه فرانسې ته ورکړی وو.

خو په ناټو کي د امريکا استازی بيا وايي متحده ايالات د ليبيا په عملياتو کي مشري پرغاړه درلوده خو دې ته مجبوره نه وه چي ټول کارونه په خپله پر مخ يوسي.

اوباما او راسموسن يوه اونۍ وروسته ترهغي غونډه وګړه، چي په ليبيا کي د ناټوعمليات په رسمي توګه پای ته ورسېدل.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل