1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه 30 کاله د مخه سرې لښکري ووتې خو جګړه لا دوام لري

۱۳۸۸ دی ۶, یکشنبه

پر افغانستان باندي دشوروي اتحاد ديرغل لاملونه بيلا بيل ول. يوخو افغانستان د شوروي اتحاد د جنوبي اړخ لپاره له ستراتيژيکي پلوه ستر اهميت در لود...

https://p.dw.com/p/LERd
په سره ډګر کي سرې لښکري
په سره ډګر کي سرې لښکريانځور: AP

سربيره پردې دکرملين مشران په سيمه کي د اسلاميانو د هڅو او د افغانستان دننه دګډوډېد و له امله انديښنه لرله.

خو پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد ديرغل مشخص علت د1978کال د اپريل په مياشت کي په افغانستان کي دخلک دديموکراتيک ګوند لخوا دځواک دنيولونه وروسته د افغانستان سياسي ودي وې.

له يوي خوا ددې ګوند په منځ کي،چي شوروي پلوه وو دبيلابيلو ډلو ترمنځ مبارزې رواني وې.او د افغانستان دکمونيسټانو په وړاندي ورځ په ورځ زياتيدونکي مقاومت له بلي خواداښودله چي د خلک ډيموکراتيک ګوند پرته دشوروي اتحاد له ملاتړه څخه نورځان پر قدرت باندي نشوای ساتلای.

شوروي پوځ غوښتل، چي په افغانستان کي چي کورنۍ جګړي داسي ځپلي وونظم اوکراري بيرته منځته راولي. خوبرخلاف حالت منځته راغی.د شوروي اتحاد دپه اصطلاح سوي خاوري تګلاري دشوروي قبضه کونکي ځواک په وړاندي د افغانانو سخت مقاومت لاپسي شديد کړ.

که څه هم په افغانستان کي دشوروي اتحاد ديرغل په وړاندي مقامت له بهرنه دکوم په خوځښت راوستوڅخه پرته منځته راغلي ووخوبيا هم د افغانانو دې جګړي ته د نړۍ دبلاکونو ترمنځ دنماينده جګړې په سترګه کتل کيده. لويديز، اسلامي هيوادونو او د ناپيلو هيوادونو يوي برخي د افغانستان مقاومت ته ډيري زياتي پيسي په واک کي ورکړي. له ديپلوماسي، اوسياسي پلوه يي دهغه ملاتړ وکړ او همدغه ډول يې له پوځي پلوه دهغه خورا لږ ملاتړ وکړ.

پدې ډول د شوروي اتحاد 333عمليات چي د لنډي مودي لپاره په پام کي نيول شوي ووپه ډير ګراني اودايمي ګمارني باندي بدل سول. ترڅو چي د شوروي اتحاد دکمونيست دګوند عمومي منشي ميخاييل سرګيويچ ګرباچوف په افغانستان کي د شوروي اتحاد دابده وضعه د ګرباچوف د روڼوالي او د معلوماتو د آزادۍ او دبدلون او سمښتونو د راوستلو دسياست له غوره کولوسره په افغانستان کي د شوروي اتحاد دا ډيره ناوړه وضعه پای ته ورسوله، اوپه 1989کال کي يې یرغل کونکی پوځ له افغانستانه څخه بيرته وويسته.پدي ډول دا يرغل له ايديولوژيکي پلوه ديوې ډيري ناوړي نتيجې لرونکي عمل او له ستراتيژيکي پلوه دغلطي پريکړي په توګه ثابته شوه.

سرې لښکري د کابل څخه د وتلو پر مهال
سرې لښکري د کابل څخه د وتلو پر مهالانځور: AP

خو د شوروي اتحاد دپوځونوله وتلو سره هم په افغانستان کي سوله چي په ډيري تلوسې سره يي انتظار ويستل کېده رانغله.افغانستان په 1992کال کي د مجاهدينو په نامه مشهورو ډلو لخوا د چارو دواګيو له نيولونه وروسته لاژور په بحران کي ډوب شواو د پاکستان په اکمالاتي، او د خليج د عربي هيوادونو په مالي ملاتړسره د طالبانو تحريک تشکل وموند.

د طالبانو د قامي او مذهبي تصفيي،او د دواړو جنسونوترمنځ دلوي تبعيض دچلولوسره سره لويديز ددي ظالم حکومت حوصله وکړه.خو په رسميت يي ونه پيژانده او افغانستان په زياتيدونکي ډول د اسلامي تروريستانو په تيره بيا د القاعدې د تروريستانو په ځالي بدل سو.

خوهلته ددي مليشه وو سياسي برخه ليک معلوم شه چي د2001کال دسپتمبرپر 11نېټه په نيويارک او واشنګټن کي بريدونه وشول او طالبانو د ترور د شبکي د مشر اوساما بن لادن له تسليمولو څخه ډډه وکړه. دوي په اصطلاح د نظم بښونکي قدرت نه په يوي تروريستي داړي باندي بدل شول. خولويديز او په تيره بيا د امريکا متحده ايالتونه د 8 کالو فعاليت نه وروسته هم به نوموړي هيواد کي دسولي په راوستلو بريالي نشول. په افغانستان باندي دپيړيو پيړيو راهيسي تجربو څخه چي پوځي بريد کونکو پدي هيواد کي کړې دي څرګندي دي، هغه دا چي په افغانستان کي يوازي له پوځي لاري سوله نسي راتلای په تيره بيا چي دا اقدام زړه نازړه اونامنسجم هم وي او له ټولونه زيادتره چي دهغه پاي معلوم نوي د افغانستان په ډير ولسيز هيواد کي دسولي د راتلولپاره يوسمون لرونکي، هراړخيزه، اونتيجه لرونکي اوټينګ ملت جوړيدو ته اړتيا ده.

ډاګټر صميمي/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل