1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ډېر هيروين اوس په اروپا کي کاريږي

۱۳۹۴ مهر ۳, جمعه

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې مشر ويکتور ايوانوف ويلي دي چي اروپايي ټولنه اوس په نړۍ کي د هغو هيوادونو د ليست په سر کي ده چي د افغانستان ډېر هيروين پکښې کاريږي.

https://p.dw.com/p/1GdJw
Heroinfund in Leipzig in Luftfracht aus Iran
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst

ايوانوف د روم په نړيوال کنفرانس کي ويلي دي: «له بده مرغه په سوريه، ليبيا او عراق کي پوځي عملیاتو دې ته لاره اواره کړه چي اروپايي ټولنه د هغو هيوادونو په سر کي راسي چي د افغانستان ډېر هيرون هلته قاچاق سي.»

هغه زیاته کړې ده چي په اروپا کي اوس له کاله ۷۰ ټنه خالص هيروين کارول کيږي.

هغه ويلي دي چي پر افغانستان باندي د امریکا تر يرغل وروسته په دغه هيواد کي د هيروينو توليد ۴۴ واري زيات سوی دئ.

هغه نشه يي مواد چي په روسيه کي ډېر کاريږي، هيروين او د بنگو بوټي دي. د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي اوس ۸ ميليونه انسانان په مخدرو موادو اخته دي.

ويل کيږي چي له دوی څخه ئې ۱،۵ ميليونه کسان له افغانستان څخه ورقاچاقېدونکي هيروين کاروي.

په روسيه کي هر کال د مخدرو موادو د استعمال له کبله شاوخوا ۹۰ زره انسانان مري.

بله خوا د تاجيکستان چارواکو ويلي دي چي د پنجشنبې په ماښام ئې له افغانستان سره په سرحد کي يو افغان قاچاقبر وژلی دئ.