1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانو ښځو د لاسي صنايعو پسرلنۍ نندارتون

حسين سيرت/ مېرمن مومند۱۳۹۲ فروردین ۱۴, چهارشنبه

افغان مېرمنو په کابل کې د پسرلني نندارتون په لړ کې په ملي او نړیوال بازار کې د خپلو لاسي صنایعو او تولیداتو د خرڅلاو او پژندني له پاره د آسانتیاوو غوښتونه وکړه.

https://p.dw.com/p/188m0
Händlerinnen in Kabul haben eine Messe veranstaltet. Hier sieht man junge Mädchen, die ihre Produktionen vorstellen und zum Verkauf anbieten. Foto DW/ Hossein Sirat in Kabul
Afghanistan Frauenmesse in Kabulانځور: DW/H. Sirat

د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو او محصولاتو د دغه نندارتون لیدو ته بهرني میلمانه دیپلوماتان او پانګه اچونکې ورغلي ول. په دغه نندارتون کې کال، د سینګار سامان د لوبو شیان، ګاڼې او په لاس ګنډلي خامکي توکې ننداري ته ایښوول شوي ول چې د دريو ورځو له پاره به د لیدونکو پرمخ پرانیستي وي.

د دغه نندارتون د جوړیدو هڅي د افغانو سوداګرو مېرمنو فدراسیون له خوا د افغانستان د صادراتو د پراختیا د اداري په همکارۍ په پيل شوي وې.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي د حمل مياشتي پر څوارلسمه د نندارتون د پرانستلو پرمهال په خپلو خبرو کې وویل:

«هڅه به وشي چې نړیوال بازار ته د افغان مېرمنو لاسي تولیدات په لوړ کیفیت او د بازار له غوښتني سره سم برابرشي. که نندارتونونه هر څونه ډیر شي خو که محصولات هغه ځانګړتیاوي ونه لري چې مشتریان یې تمه لري ګټه به ونه لري.»

دمګړی د ۷۶۰ تولیدي شرکتونو مشري چې ډیری یې په لاسي صنایعو کې بوخت دی، د افغان مېرمنو په لاس کې دي.

د ښځو چارو وزیري حسن بانو غضنفروویل، په پام کې ده چې د ښځو چارو وزارت د سوداګرو ښځو څخه د ملاتړ له پاره یوه کړنلاره ولري: «موږ د سوداګرو ښځو له پاره د یوې کړنلاري د جوړیدو په درشل کې یو. هیله مند یو دا کړنلاره د ټولو هغو مېرمنو له پاره مرسته وکړي چې د سوداګرۍ په بیلا بیلو برخو کې په کار بوختي دي.»

یو شمیر مېرمني چې په دغه نندارتون کې یې خپل تولیدي مواد د خرڅلاو له پاره ایښي دي وایې، چې د دایمي بازار د نه شتون له کبله له ستونزو سره مخامخ دي. هغوی وایې، یوازي د نندارتونو د جوړیدو پرمهال کولای شي خپل سوداګریز توکې و پلوري.

یوه سوداګره مېرمن بي بي شرین اکبري وای: «موږ دا غوښتنه لرو چې د ښځو له پاره یو دایمي بازار جوړ شي چې تل هم هلته خپل کاروبار پرمخ یوسي، نه داچی دوې درې ورځي په نندارتون کې اوسو او نور په کورونو کې اوسو.»

دغي مېرمنه زياته کړه، ډیری ښځي ډیر ښه شیان جوړوي. خو بازار ته لاسرسی نه لري او نشی کولای خپل په لاس جوړشوی توکې په بازار کې وپلوري.

د مېرمن اکبري په وینا هغه مېرمني چې د کور نه دباندي د کارکولو اجازه نه لري که د میرمنو له پاره ځانګړی بازار جوړ شي نو دوی به وکولای شي د خپلو کورنیو تولیداتو څخه ښه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د صادراتو د پراختیا ادره وایې دوی د نندارتونو د جودیدو له پاره نور پروګرامونه هم ترلاس لاندي لري. د نوموړي ادارې مشري نجلا حبیب یار وویل:

«موږ اوس د ښځو له پاره د یو دایمي نندارتون په لټه کې یو چې د امنیت له پلوه هم ستونزي و نه لري او بهرنیان چې افغانستان ته راځي وکولای شي ليدو ته يې ورشي.»

مېرمن حبیب یار وایې، ډیری سوداګریز نندارتونونه د افغانستان څخه بهر جوړیږي او په هر یوه کې نژدي شل فیصده ګډونکونکې ښځي وي.