1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغاني تبعه محمد جواد له کبله په ګوانتنامو کې يو بل پوځي څارنوال هم استعفا وکړه

۱۳۸۷ مهر ۵, جمعه

ډگرمن دارل وندوېلد د پوځ د څارنوال په توگه خپله دنده د »وجداني ستونزو« له امله پريښې ده. د ده په وړاندې جگپوړو کسانو هغه شواهد پټ کړي وو چې په گوانتانامو کې د يو بندي شوي افغان د جرم د کچې د کم کېدلو سبب به گرځېدلي وای.

https://p.dw.com/p/FPMM
د ګوانتانامو د محکمې يو په لاس کښل شوۍ انځور
د ګوانتانامو د محکمې يو په لاس کښل شوۍ انځورانځور: AP

ښاغلي وندوېدلد د دسامبر د مياشتې لپاره د ټاکل شوې نظامي محکمې په وړاندې ويلي وو، چې د افغاني تبعه محمد جواد قضا دې بس کړای شي، په دې ترتيب يې د مدافع د وکيلانو د غوښتنې څخه ملاتړ کړی و.

په ښاغلي محمد جواد باندې تور لگول کېږي چې د شپاړس يا اوولس کلنۍ په عمر يې په 2002 م کال کې په دوو امريکايي عسکرو او د هغوی پر ترجمان باندې يو لاسي بم غورځولی و. په دغه پېښه کې درې واړه ژوبل شوي وو، ښاغلي جواد ته اوس د عمري بند گواښ متوجه دی.

د ښاغلي وندوېلد په وينا داسې شواهد شته چې محمد جواد، مخکې له دې چې دغه بريد تر سره کړي، د مخدره موادو د استعمال په وجه نشه کړای شوی و. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې دوو نورو کسانو د بريد پړه منلې ده. د ښاغلي وندوېلد د استعفا په ليک کې راغلي دي چې مدعي يا څارنوال دغه معلومات نه درلودل. اوسني نظامي څارنوال دغه تورونه ردوي او وايي چې د وندوېلد د استعفا تر شا شخصي دلايل شته. هغه به ښايي مايوسه وي ځکه چې هيچا ، نقل قول: »د ده د وړانديزونو حکمت« نه و منلی. خو د دغو خبرو سره سره د امريکا په مطبوعاتو کې په نظامي محکمو باندې نيوکې کېږي. پخوا لا د بشر د حقوقو څارډلې يا Human Rights Watch پر دغه سيستم باندې د عدم شفافيت او غير عدالت تورونه لگولي وو او ويلي يې وو چې سياسي کړۍ هم په کې لاسوهنې کوي.

جان مک کين او بارک اوباما غواړي چې د گوانتانامو کمپ وتړي
جان مک کين او بارک اوباما غواړي چې د گوانتانامو کمپ وتړيانځور: picture-alliance/ dpa

ډگرمن وندوېلد لومړی نظامي څارنوال نه دی چې استعفا ورکوي. درې نورو تنو چې په هغو کې پخوانی څارنوال ډگروال موريس دېويس هم راځي، د وجداني دلايلو له مخې خپل کار پرې ايښی و. دېويس له هغه وخت را په دې خوا همېشه په راډيويي او تلويزيوني خپرونو کې راڅرگنديږي او پر نظامي محاکمو باندې سخت انتقادونه کوي.

«تورن کسان حق لري چې شواهد په سمه توگه وڅېړل شي او قضا په عادلانه توگه پر مخ لاړه شي. په اوس وخت کې په دواړو کې شک موجود دی.»

په دې برخه کې په تېره بيا د مدعيانو هغه شواهد د يادولو وړ دي چې ښايي د شکنجې په زور له بنديانو څخه اخيستل کېږي.

«په ځينو حالاتو کې ډېر افراطي کارونه وشول. له بنديانو څخه استخباراتي معلومات اخيستل او يا د محکمې د استفادې وړ معلومات اخيستل سره فرق لري. زموږ د تحقيقاتو ځينې متودونه ډېر اغېزمن وو او ډېر معومات مو حاصل کړل. خو د پلټنو شرايط د دې اجازه نه ورکوي چې دغه راز اطلاعات دې د امريکې د محکمو په وړاندې د شواهدو په توگه ومنل شي.»

د نظامي محاکمو شخړه اوس دويم پړاو ته ننوځي. اوسمهال څارنوالۍ په گوانتانامو کې د 250 کسانو له جملې څخه يوازې د شلو کسانو په وړاندې قضا پيل کړې ده. د هغوی برخه ليک ناټاکلی پاته دی. خو د گوانتانامو ايينده څرگنده ده. د ولسمشرۍ دواړه کانديدان جمهوري غوښتونکی جان مک کين او دموکرات بارک اوباما غواړي چې د گوانتانامو کمپ وتړي.