1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هامبورګ: د افغان او البانیایي کډوالو تر منځ نښته

۱۳۹۴ مهر ۱۵, چهارشنبه

په هامبورګ کې د کډوالو په يوه استوګنځای کې د افغان او البانیایي کډوالو تر منځ لویه نښته شوې ده. چارواکي وايي چې په دې نښته کې شا و خوا ۶۰ کسانو برخه اخیستي وه.

https://p.dw.com/p/1GjhG
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

د آلمان پولیسو د پیښې په اړه څیړنې پیل کړې دي ترڅو د ۶۰ افغان او البانیایي کډوالو تر منځ د سه شنبې ورځې د نښتې لامل په ګوته کړي. د سه شنبې په شپه هم په دې کمپ کې یوي خیمې اور اخیستی وو خو تر اوسه پورې څرګنده نه ده چی آیا دا اور لګیدنه د نښتې سره کوم تړاو لري او که نه؟

په دې پیښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي چې له ډلې څخه يې یو کس روغتون ته لیږدول شوی دی او د نورو کسانو ټپونه جدي نه دي. دا هم روښانه نه ده چې روغتون ته وړل شوی کس په چړې وهل شوی او که نه خو پولیس، چی ۳۰ موټره یې د پیښی ځاې ته رسیدلي وو، وایي چې هغوی د پیښه په سیمه کې د چړې او نورې وسلې نه دي موندلې.

په سلدان، لايپزیک او د هامبورګ ښار په نورو کمپونو کې هم د کډوالو د ډیر شمیر له کبله نښتې شوې دي. رپوټونه دا هم وایي چی د دوشنبې په ورځ یو کډوال ځان د کډوالو په یو استوګنځاې کی وژلی دی.

د آلمان په هامبورګ ښار کې څو ورځې دمخه هم د افغان او سوریایي کډوالو تر منځ نښته شوې وو. تر نښتو وروسته یو شمیر افغان کډوالو هوډ درلود تر څو شپه له کمپ څخه بهر تیره کړي خو د پولیسو او آلمانې رضاکارانو د منځګړیتوب په پایله کې هغوی خپل استوګنځای ته ستانه شول او اوس په دې کمپ کې د افغان او سوریایي کډوالو تر منځ یو دیوال پورته شوۍ دی.

په آلمان کې دې هیواد ته د راتلونکو کډوالو پر ضد مظاهرې ډیرې شوې دي. د لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد د اروپايي وطنپرستانو غورځنگ «پيګیدا» د یکشنبی په ورځ د چک جمهوریت سره پر پوله کی د زیبتز په ښار کی یوه مضاهره وکړه چې ۲۵۰۰ کسانو په کې ګډون کړی وو. همدا راز د کیمنتز په ښار کې د شنبې په ورځ د کډوالو پر ضد مظاهرې هم ۱۰۰۰ تنه ګډونوال لرل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب