1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې وشوې

۱۳۸۶ فروردین ۳۱, جمعه

پاکستان وايي چې عسکر يې له افغان ځواکونو سره متقابلې ډزې کړي دي او د کابل ادعا ردوي چې وايي افغان ځواکونو غوښتل د افغانستان او پاکستان تر منځ د لانجمنې پولې په اوږدو کې نوي لگيدلې گټارې د منځه يوسي.

https://p.dw.com/p/DKA6
د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورنډ پر کرښې لانجه بيا راولاړه شوې ده
د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورنډ پر کرښې لانجه بيا راولاړه شوې دهانځور: AP
پاکستان د افغانستان پر گزمې باندې تور لگوي چې يو ناڅاپه يې ډزې پيل کړې بې له دې چې پاکستاني غاړې ورته گواښ کړی وي. د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال وحيد ارشاد وويل چې ځواکونو يې ځوابي ډزې وکړې او بيا په شا شول. ده زياته کړه چې دغې پېښې هيڅ غاړې ته تلفات نه دي اړولي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې پاکستاني ځواکونو پر افغان عسکرو باندې ډزې پيل کړې په داسې حال کې چې افغان ځواکونو لگېدلې گټارې د منځه وړې. کابل د پولې په اوږدو کې له کټارو او دېوالونو سره مخالفت ښيي ځکه چې د اوږدې مودې راهيسې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورنډ پر کرښې لانجه بيا راولاړه شوې ده. کابل وايي چې د دېوال او کټارو د لارې قومونه سره بېلېږي. نوموړې پېښه د پکتيکا په برمل ولسوالي کې رامنځ ته شوې ده.