1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه نن هیواد ته ستنیږي

۱۳۸۹ آبان ۲۹, شنبه

ټاکل سوي چي د افغان حاجیانو لومړۍ الوتکه نن له سعودي عربستان څخه د کابل په لور وخوځیږي.

https://p.dw.com/p/QEDE
انځور: AP

د حج د سږ کال په مراسمو کې څه باندي پینځه دیرش زره افغان زایرین له افغانستان څخه سعودي عربستان ته تللي ول.د اسلامي اصولو سره سم تیره ورځ د حج مراسم پای ته ورسیدل.

که څه هم د تیرو کلونو په پرتله سږ کال د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو کمي ستونزي لرلي خو بیا هم یو شمیر افغان حاجیان شکایتونه لري چې له یو شمیر ستونزو سره مخامخ ول.

د حاجي مهاجر په نامه یوه افغان حاجي له مکې معضمې څخه نن د ټلیفون په کرښه دوچې ویلې ته وویل چې دوي په روغتیایې برخه، د استوګنې او همدا راز د لارښونکو له اړخه له ستونزو سره مخامخ ول.

نوموړي وویل چې سږ کال په یوه کوچنۍ کوټه کې لس کسانو ته ځای ورکړل سوی وو په داسي حال کې چې دغه کوټې د پینځو یا هم شپږو کسانو لپاره مناسبي وي .

ټاکل سوي چې نن د افغان حاجیانو لومړۍ الوتکه له سعودي عربستان څخه د کابل په لور را وخوځیږي. د حج او اوقافو وزارت پلاوی چې په مکه معضمه کې دی وایې چې د آریانا افغان هوايي شرکت یوه مسافر وړونکې ایربس الوتکه سعودي عربستان ته رسیدلي او کابل ته د حاجیانو لیږد ته چمتو والی نیسي.

نن به هغه افغان حاجیان ملک ته په لومړۍ الوتنه کې را ستنیږي کوم چې په لومړي پرواز کې د حج مراسمو ته ررسول شوي ول. دغو حاجیانو د مدینې منورې او نورو مقدسو ځایونو مراسم د حج له مراسمو دمخه تر سره کړي او اوس دوره پوره سوي ده .

رپوټونه وایې چې سږ کال د حج مراسم بي له کومي ستري زړه بګنونکي پیښې او بي نظمۍ سر ته ورسیدل. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایې چې په سږنیو مراسمو کې په ټولیزه توګه دیارلسو افغان حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او هغه هم د بیلا بیلو ناروغیو له امله وو.

له دغه پلاوي سره د روغتیا وزارت څخه د تللي پلاوی غړي کارګر نور اغلي دوچې ویلې ته وویل چې د دوي صحي ډله د حج د مراسمو پر مهال په څلرویست ساعته ډول د افغان حاجیانو په چوپړ کې وه . د حج د سږ کال په مراسمو کې د وزیر په کچه یوه لوړ پوړې افغان ډله هم په سعودي عربستان کې ده .

دغه ډله چې د حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندي په سعودي عربستان کې ده، دغلته د افغان حاجیانو د ستونزو د لري کولو لپاره هڅي کوي.

ټاکل سوي چې دغه پلاوی به هیواد ته د حاجیانو د وروستۍ ډلي تر استول کیدو پوري په سعودي عربستان کې پاتي سي او د انتقال پروسه به څاري.

مرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی