1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د افغان حکومت د اپوزیسیون غونډه

میرویس جلالزی، حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۲۷, یکشنبه

د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسیون یو شمیر ائیتلافونو او گوندونو د شنبې په ورځ د آلمان په مونشن ښار کې یوه غونډه وکړه. ویل شوي دي چې په دغې غونډه کې د افغانستان د چارو یو شمیر نړیوالو کارپوهانو هم گډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/19RnH
Afghan Chairman of National Front Ahmed Zia Massoud (L-R) Leader of the National Islamic Movement of Afghanistan General Abdul Rashid Dostum and Leader of the People's Unity Party of Afghanistan Haji Mohammad Mohaqiq address a news conference after talks between U.S. members of Congress and Northern Alliance representatives in Berlin January 9, 2012. REUTERS/Tobias Schwarz (GERMANY - Tags: POLITICS)
Berlin Konferenz über die Zukunft Afghanistansانځور: Reuters

يادښت: انځور د دغې غوندې نه دی.

دغه غونډه «د افغانستان نړیوال کنفرانس: د بریالیتوب په لور لار» تر عنوان لاندې جوړه شوی وه. په غونډه کې د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود، د ملي جنبش گوند رهبر عبدالرشید دوستم استازي فیض الله ذکي، د وحدت گوند مشر محمد محقق او د افغانستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر امر الله صالح گډون کړی وو.

د ملي جبهې ویاند علي اميري، وویل چې دغه غونډه د «مونیخ د بهیر» له خوا په لاره اچول شوی وه ترڅو پر داسې موضوعگانو باندې خبرې اترې وشي چې له مخې یې افغانستان له روان کړکیچ څخه خلاص شي. د امیري په خبره په دې غونډه کې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو، سولې بهیر، امنیت، او سیاسي نظام جوړښت په اړه خبرې اترې وشوې. د ملي جبهې ویاند وویل: «د ټاکنو په اړه درې اندیښنې موجودې دي. لومړۍ د ټاکنو د ترسره کولو په اړه، دویمه د ټاکنو د امنیت په اړه او دریمه د ټاکنو د قوانینو او حقوقي ستونزو په اړه. دوی هڅه کوي چې د بحثونو له لارې داسې لارې چارې وموندي چې خلک بیا پر ټاکنو باندې باور پیدا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې مخکې هم پخپله افغانستان کې د دغه هیواد په اړه د غونډو د جوړیدو پر سر ټینگار کړی وو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي په دې اړه وویل: «زموږ ترجیح او موقف دا دی چې د افغانستان د حالاتو په اړه چې هر راز غونډه کیږي هغه دې دلته وشي.»

موسی زي ټینگار وکړ چې که سیاسي گوندونه غواړي له هغو افغانانو سره غونډې وکړی چې له افغانستان څخه بهر اوسیږي نو هغوی دې افغانستان ته راوبلي. خو په عین حال کې د افغان حکومت دغه ویاند دا خبره روښانه کړه چې که یو بهرنۍ د افغانستان د ملي وحدت، سیاسي نظام او امنیت پر ضد خبري وکړي نو افغان حکومت د دې حق لري چې په افغانستان کې د هغه مخه ونیسي: «که چیرې داسې بهرنیان وي چې د افغانستان د ملي وحدت، د ملي منافعو، سیاسي نظام، سولې او امنیت پر ضد خبرې وکړي نو د افغانستان حکومت دا حق له ځان سره محفوظ ساتي چې هغوي ته اجازه ور نه کړي چې دلته [افغانستان ته] راشي او زموږ او د هیواد پر ضد خبري وکړي.»

له بلې خوا بیا د ملي ائیتلاف ویاند علي امیري ټینگار کوي چې په دغه غونډه کې هیڅ یوه وگړي هم د کوم هیواد استازيتوب نه کاوه بلکې بهرنیو کارپوهانو د افغانستان په اړه فني بحثونه وکړل: «له امریکا، اروپا او نورو ځایونو څخه یو شمیر افغان او بهرنیو کارپوهانو په دې غونډه کې گډون کړی وو.»

تیر کال هم د افغان حکومت د اپوزیسیون یو شمیر غړو په آلمان کې غونډه کړې وه. په هغې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو یو شمیر سناتورانو هم گډون کړی وو چې په کې د افغانستان پر سیاسي نظام باندې خبرې شوې وې. د غونډې تر ختمیدو وروسته افغان حکومت سخت غبرگون ښوولی وو او پر هغې باندې یې نیوکې کړې وې.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې د افغان حکومت اپوزیسیون په افغانستان کې د قدرت له انحصار څخه په تنگ شوی دی. د افغانستان د چارو کارپوه محمود سیقل په دې اړه وایي: «هغوی [سیاسي اپوزیسیون] غواړي چې د قدرت د جوړښت په غیر متمرکز کولو باندې خبري وکړي ځکه اوس د واک ډیره برخه د ارګ په لاس کې ده او ترینه ناوړه ګټه هم اخیستل شوي ده.»

د ملي جبهې ویاندې بیا وایي چې د افغانستان سیاسي نظام بدلون د آلمان په مونشن ښار کې د جوړې شوې غونډې د بحث موضوع نه وه: «د افغانستان سیاسي جوړښت په دې غونډه کې مطرح وو، خو د هغه د بدلون په اړه بحثونه و نه شول.»

په افغانستان کې په راتلونکې کال کې ولسمشریزې او د ولایتي شوراگانو ټاکنې کیږي خو لا وختي د دغو ټاکنو په تړاو لوی سیاسي حرکتونه رامنځ ته شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب