1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان حکومت فساد ضد مبارزه قانع کونکې نه ده»

محمد اسمعيل شاکر / کابل۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

د فساد پر وړاندې د افغانانو همغږی اداره وايي سره له دې د حکومت مشرانو د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال د ادارې فساد له منځه وړلو ژمنه کړې وه، خو د شاوخوا یونیم کال په موده کې یې لږ تر لږ فساد راکم هم نه کړ.

https://p.dw.com/p/1HvGK
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږي ادارې په کابل کي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ ۱۴مه نېټه) د اداري فساد پر ضد د مبارزې ملي کنفرانس رابللی ؤ. د دغه کانفرانس مقصد په هېواد کې د فساد د ختمولو پر لارو چارو او په دې برخه کې د حکومت د کار او فعاليتونو ارزول ؤ. دا په داسي حال کي چي افغان حکومت د فساد د مخنیوي په برخه کې ځان ژمن ګڼي او وايي خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د فساد پر وړاندې د افغانانو همغږې اداره وايي، د فساد پر ضد د مبارزې ملي کنفرانس ګډونوالو د فساد په له منځه وړلو کې د ځوانانو، پارلمان غړو، مدنې ټولنو او ښځو رول ارزښتمن وباله. دا په داسي حال کي چي د روڼتیا د څار سازمان په خپل کلني رپوټ کې افغانستان بیا هم د نړۍ په کچه دریم فاسد هېواد ګڼلی دی.

«حکومت خپلي ژمني نه دي عملي کړي»

د فساد پر وړاندې د افغانانو همغږۍ د ادارې رئیس صداقت علي ضیاء آلمان غږ راډیو ته وویل، ولسمشر غني او اجرائیوي رییس عبدالله عبدالله څخه یې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال په لیکلې بڼه ژمنې اخېستې وې، خو د فساد پر ضد د دغو ژمنو د عملي کیدو څرک نه لیدل کیږي.

ضيأ زياته کړه: « مونږه په دې امید وو چي نوی حکومت چې راځې لکه څنګه چې په انتخاباتو کې یې ویل چې د فساد په خلاف به جدي مبارزه کوي، قانون به پلي کوي، ښایسته سالاري ته به کار کوي، څه نه څه کار شوی، خو متاسفانه داسې کار چې مثبت بدلون رامنځته کړي نه دی شوی.»

ښاغلی ضیاء وايي، ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یوالي حکومت په دغه تیر یو نیم کال کې نه کوم چارواکی د فساد له امله له چوکۍ ليري کړ او نه یې هم چاته سزا ورکړه، چې دا د فساد پرضد د یوې سیاسي ارادې د نه لرلو په مانا ده.

خو غونډې ته د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرود دانش پيغام ولوستل شو او په پیغام کې بیا هم د فساد پرضد د حکومت پر ټینګې مبارزې او ژمنتیا ټینګار شوی. په پيغام کې د ښاغلي دانش له خولې ویل شوي چې د کابل بانک قضیه بیا څېړل او د ځیرک ښارګوټي قرارداد فسخ کول د فساد پرضد د حکومت د ټینګې مبارزې بیلګې دي.

«د اداري فساد اصلي قربانیان»

هاخوا بعضي کارپوهان وايي چي عام ولس د اداري فساد ترټولو ډیر او اصلي قرباني دی. ويل کيږي چي ګڼ شمېر ولسي خلک د فساد پر ضد اوسنۍ مبارزه د نشت برابر بولي. د هغوی پر باور اداري فساد سره د مبارزې په نوم د غونډو او کنفرانسونو جوړول هم ترهغې ګټه نه شي لرلی، ترڅو چې په دې برخه کې عملي ګامونه نه وي پورته شوي.

د کابل ښار اوسیدونکی اسدالله هم له دغو ملکيانو څخه يو دی. هغه آلمان ږغ ته وويل: « دا کنفرانسونه خو ډیر شوي دي او نور به هم وشي، په خوله وايي خو په عمل کې هیڅ نه کوي.»

اسدالله د فساد پر وړاندې د حکومت پر ژمنو باور نه لري او آلمان ږغ ته هغه کیسه کوي، چې مشر ورور یې په ادارو کې د فساد له امله په بهر کې له لوړو زده کړو بې برخې شوی دی. نوموړی زياتوي: «زما مشر چې په یوه بورس کې یې ازموینه ورکړې وه، بریالی شوی ؤ او ان ویزه هم ورته لېږدول سوې وه، خو د تلو په وخت کې ورته وویل شول چې نه شي تلی ځکه بورس پلورل شوی ؤ.»

عام ولس، مدنې فعالان، دینی عالمان او ټول د فساد پر ضد د مبارزې خبره کوي، خو د فساد ختمولو عملي لاره څه ده؟ د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یوه محصل آلمان غږ راډیو ته وویل چې په ادارو کې د فساد له منځه وړل یواځې یوه لار لري چي هغه د فاسدو چارواکو له دندو لیرې کول ده. دغه محصل زياته کړه: «زما په نظر هغه کسان چې په فساد کې ښکیل وي، که وزیر دی، که وکیل دی، که رییس یا هم مدیر دی باید له چوکیو لرې شي او حکومت سزا ورکړي.»

په هېواد کې د ناامنیو پراخیدو یو ستر لامل فساد هم بلل شوی دی، ځکه ډیری ځوانان چې آن لوستي هم دي خو په ادارو کې د فساد له امله دندې نه ورپیدا کیږي او همدغه وزګارتیا یې وسله والو مخالفینو سره یوځای کیدو ته اړ کوي. په همدې توګه له هېواده ډیری ځوانان چې د سر په بدل اروپا ته روان دي او ځینې یې د ماسټرۍ تر کچي لوړې زده کړې هم لري، خو ویل کیږي چې په ادارو کې بډو رشوتونو یې د کار مخه ډب کړې ده.