1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان سرتیرو گمارنه په دقت سره تر سره کیږي

۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبه

په افغانستان کې د امریکايي پوځ د یوه قوماندان ویلي دي چې هغه د افغان سرتیرو د جذب په بهیر کې د ښه پر مختگ نښانې لیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان سرتیرو ډیر وخت پر بهرنیو ځواکونو بانډې ډزې کړي دي.

https://p.dw.com/p/152q3

جنرال گورگانوس د جمعې په ورځ په یوه تلیفوني کنفرانس کې وویل چې هغه په دې باور دئ چې افغان امنیتي ځواکونه به د راروان منې تر پایه پورې له هغه حد څخه چې وړاند وینه ئې شوې وه د هلمند ولایت ډیر امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

د امریکايي ځواکونو دې جنرال زیاته کړه چې د هلمند ولایت د امنیې قوماندان ورته د مې د میاشتې په ۱۹مه نیټه ویلي ول چې د هلمند ولایت د امنیت د ښه ټینگښت له پاره ئې یو شمیر تدابیر تر لاس لاندې نیولې دي. د هغه په وینا په هلمند ولایت کې د سرتیرو د جذبولو له پاره ټاکل شوی سن ۱۸ کاله منل شوی دئ او همداراز پولیسو ته ویل شوي دي چې نور خپلو پوستو ته د میلمنو له راوستلو څخه ډډه وکړي. د جنرال گورگانوس په خبره د هلمند ولایت د امنیې قوماندان خپل ټول لاس لاندې قوماندانان د هغوی د سرتیرو د کړو وړو له پاره په شدت سره مسئول گڼي.

گورگانوس چې د مارچ په میاشت کې یې په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو مشري پر غاړه اخیستې ده وایي چې هغه سرتیري چې د اوږدي مودې له پاره رخصتي اخلي او پاکستان ته سفر کوي تر نظر لاندې نیول کیږي.

هغه زیاته کړه: «افغان قوماندان دغه ډول وگړي (هغه کسان چې د اوږدې مودې له پاره ئې پاکستان ته سفر کړی وي) تر خپل نظر لاندې ساتي. افغان قوماندانو د خپل کلتور په پام کې نیولو سره لوی گامونه پورته کړي دي.»

په روان میلادي کال کې د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو سرتیرو باندې شاوخوا شل وژونکي بریدونه تر سره شوي دي. د دغه ډول بریدونو په وروستۍ پېښه کې چې د مې د میاشتې په شپږمه نیټه رامنځ ته شوه، د امریکایي سمندري ځواکونو یو سرتیری ووژل شو او یو بل ټپي شو. دا برید د هلمند په ولایت کې تر سره شو. پر بهرنیو سرتیرو باندې د افغان ځواکونو له خوا ترسره کیدونکو بریدونو د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا له منځه وړې ده.

د جنرال گورگانوس په خبره یو شمیر افغان سرتیري کیدای شي د عقیده وي لاملونو له کبله د بهرنیو سرتیرو خلاف وي. هغه ویلي دي چې د یو شمیر نورو سرتیرو نظر کیدای شي پاکستان ته تر سفر کولو وروسته بدل شي او یا هم دا چې ترهگر د هغوی کورنۍ ته گواښ رامنځ ته کړی وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض