1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان عاشقانو په لاسونو کې د والنتاین سره گلان

حسین سیرت / سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۵, جمعه

گل پلورونکي له یوې اوونۍ راهیسې د والنتاین یا د عاشقانو ورځې ته چمتو والی نیولی دی. که څه هم دغه دود له بهره افغانستان ته خپل لمن پراخه کړې خو نوي ځوانان هغه ته د یو غوره دود په سترګه ګوري او له هغه سره خپله مینه لمانځي.

https://p.dw.com/p/1B8h6
انځور: DW/H. Sirat

گل پلورونکو، د خپلو هټیو مخې ته د سرو گلانو پاڼې شیندلي دي تر څو عاشقانو ته هرکلی ووایي. دغو هټۍ والو خپل دوکانونه په سرو گلونو او یا نورو سامانونو باندې چې سور رنگ ولري، سنگار کړي دي. په دې ورځو کې د گل پلورونکو مشتریان د نورو ورځو په پرتله ډیر زیات دي.

د ادیب الله په نوم یو ځوان چې د تحفې اخیستلو له پاره د کابل ښار «کوچه گل فروشي» ته ورغلی دی وایي: «د والنتاین په ورځ خلک گلان یا خاصې تحفي اخلي. دا د عاشقانو ورځ ده او هر څوک د خپل ذوق له مخې یوه تحفه اخلي.»

د دغه ځوانان د وینا له مخې په دې ورځو کې ځوانان هڅه کوي چې د ډالیو په لیږلو سره د خپلې مینې څخه خوند واخلي. هغه زیاتوي: «فعلا د گل فروشۍ په کوڅه کې یم. یو غونچه گلان مې اخیستي دي، خدای دې وکړي چې خوښ یې شي. دا د خوښۍ ورځ ده او هر څوک خپله مینه لمانځي.»

یو شمیر هټۍ والو د والنتاین پر ورځ د مشتریانو له پاره په ځانگړې توگه د بیو ټیټوالی په نظر کې نیولی دی. په تلویزونونو کې د دغه پلورنځایونو تبلیغاتي اعلانونه له یوې اوونۍ راهیسې پیل شوي دي. د کابل ښار د یو شمیر دوکانونو خاوندان وایي د والنتاین د ورځې له پاره د هر ډول کالیو سربیره، هغې تحفې چې په ځانگړې توگه د دې ورځې له پاره چمتو شوي دي، هم یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د فیصل په نوم د یوه دوکان خاوند چې د دغې ورځې له پاره یې چمتووالی نیولی دی وایي: «لکه څرنگه چې یې وینئ د عاشقانو ورځ مو لمانځلې ده او د مشتریانو له پاره مو د بیو ټیټوالی هم په نظر کې نیولی دی. موږ غواړو د دغه چمتووالي سره وښیو چې د عاشقانو ورځ نه یوازې په بهر کې بلکې دلته په افغانستان کې هم لمانځل کیږي.»

دغه دوکاندار په خپلو خبرو کې زیاتوي چې په سره رنگ کې یې گلان او ننځکۍ چې پر دې مینې نښه ده، چمتو کړي دي او هغه مشتریان چې له دوی څخه سودا رانیسي په وړیا توگه یې ورکوي.

سره له دې چې سږ کال د والنتاین ورځ د جمعې له ورځې سره برابره ده او په افغانستان کې په دغه ورځ عمومي رخصتي وي خو بیا هم دوکانونه او سترې مغازې پرانیستي دي او ډیر شمیر ځوانان د تحفو د رانیو له پاره ښار ته ورغلي دي.

یو بل دوکاندار چې منصور نومیږي او د عطر پلورلو دوکان لري وایي چې هر کال په دې ورځ ورته ډیر مشتریان راځي خو سږ کال یې د مشتریانو شمیر کم دی، د هغه په وینا دا ځکه چې د جمعې ورځ ده: «په افغانستان کې والنتاین لمانځل کیږي، خو د جمعې په ورځ خرڅلاو کم وي. که چیرې دغه ورځ د اوونۍ په منځ کې وي نو ډیر خرڅلاو لرو.»

د نورو انټرنیټي ټولنیزو پاڼو تر څنگ د فسیبو ک پر پاڼه هم د افغان کارونکو له لوري د لمانځنې پیغامونه لیدل کیږي.