1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو اخراج سرپرستي آلمانۍ کورنۍ اندیښمني کړي

۱۳۹۵ بهمن ۱۱, دوشنبه

له آلمان څخه د افغان مهاجرو اخراج اوس هغه آلمانۍ کورنۍ هم اندیښمني کړي چې قانوني سن ته د نه رسیدلو افغان مهاجرو سرپرستي کوي. دې کار هغه سازمانونه هم اندیښمن کړي دي چې د کډوالو په چارو کې خدمت کوي.

https://p.dw.com/p/2Weks
Weihnachtsserie Flüchtlingskinder Landsberg Nachhilfeunterricht für unbegleitete minderjährige Flüchtlinge
انځور: DW/W.Dick

په آلمان کې د ټولنیزو خدماتو وړاندې کوونکو سازمانونو په حواله په دوو پړاونو کې خپل هیواد ته د افغان مهاجرو تر ډله ایزې لېږني وروسته، سرپرستي کوونکي آلمانۍ کورنۍ (چې د بې سرپرسته او قانوني سن ته نه رسیدلو افغان تنکیو ځوانانو مراقبت او پالنه کوي) ویره لري داسې نه چې د دوی تر سرپرستۍ لاندې افغان تنکي ځوانان هم بیرته د دوی هیواد ته واستول شي.

د بیلګې په ټوګه د آلمان په نورنبرګ ښار کې د «دیاکوني روملسبرګ» په نوم کلیسایې بنسټ کې د ماشومانو د خدماتو برخې مشر بینو شلاګ، وایې: «ډیري سرپرستي کوونکي کورنۍ اوس ویره لري چې د دوی تر سرپرستۍ لاندي افغان تنکي ځوانان به بیرته خپل هیواد ته واستول شي.»

په همدې توګه په برلين کې د مهاجرو په چارو کې د آلمان فدرالي ادارې مسلکي ټولنې او سرپرستي کوونکو کورنیو هم په دې اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

«دیاکوني روملسبرګ» سازمان په اوس وخت کې د ۳۰ هغو کورنیو څخه مواظبت کوي، چې د کم سنه او بې سرپرسته تنکیو زلمو د روزنې او پالنې مسئولیت یې پر غاړه اخیستې دی. د دغو مهاجرو شاوخوا نیمایې برخه افغان تنکي ځوانان دي.

شلاګ وایې: سره له دې چې د دغو مهاجرو(قانوني سن ته نه رسیدلو بې سرپرسته ځوانانو) د پناه غوښتني د غوښتنلیکونو د څیړنې بهیر تر اوسه پورې پای ته نه دی رسیدلی، خو د افغان مهاجرو د پناه د منل کیدو ټیټې کچې ته په کتلو سره سرپرستي کورنۍ (د دغو افغان ځوانانو چې د دوی تر سرپرستۍ لاندي دي) راتلونکي ته اندیښمن دي.

همدارنګه د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BumF) مسلکي ټولنه هم وایې چې د افغان مهاجرو تر ډله ایز اخراج وروسته یې په کم سنه یا قانوني سن ته نه رسیدلو افغان مهاجرو کې ویره او وارخطایې احساس کړې او لیدلې ده.

دغه اداره مشوره ورکوي چې له ویرې او اندیښنو سره باید په ګډه مقابله وکړو او د ځوانو پناه غوښتونکو باید ملاتړ وکړو.

د دغې ادارې په خبره هغو افغان مهاجرو(چې قانوني سن ته نه دي رسیدلي) او د دوی سرپرسته آلمانۍ کورنیو ته باید دا روښانه کړای شي چې د افغان مهاجرو بیرته ستنول، په آلمان کې د دوی د مجموعي شمیر په پرتله تر اوسه یوازې ډیر لږ موارد دي.

نور مطالب: