1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو د اخراج په اړه د آلماني ګوندونو غبرګونونه

۱۳۹۶ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د آلمان سوسیال مسیحي او دیموکرات مسیحي ګوندونو اتحاد افغانستان ته د مجرم او خطرناک افغان مهاجرو د اخراخ لړۍ د جاري ساتلو په اړه د آلمان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د پریکړې هرکلۍ کړی دی خو نور ګوندونه بیا نیوکې کوي.

https://p.dw.com/p/2i0T2
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber nach Afghanistan
انځور: Reuters/R. Orlowski

د دوو مسیحي ګوندونو د اتحاد د فراکسیون مشر شټیفان هاربرت، د پنجشنبې په ورځ د «پساور نویه پرسه» روځپاڼې ته وویل: «دا چې د افغانستان د وضعیت په اړه یو داخلي رپوټ ونه توانید چې د اخراج پروسۍ د جاري ساتلو مخ ته خنډ رامنځته کړي دا یو خوشحاله کوونکی خبر دی.»

د هغه په خبره د بیلګې په توګه د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې داسې سیمې وجود لري چې په نسبې توګه امنې او باثباته دي. هاربرت ویلي دي: «د اخراج بشپړ بندول، د ټولو افغان مهاجرو د بلنې په معنا ده، دا په دې معنا چې د آلمان پر لور سفر ته مخه وکړي.»

دا واقعیت چې تر اوسه پورې څو زره افغان مهاجر په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي دي، د دې ښکاریندویې کوي چې د افغانستان ټولې سیمې نا امنه نه دي. نوموړي زیاته کړه چې آلمان په اروپا کې یوازنې هیواد نه دی چې مهاجر ستنوي: «ډیر شمیر اروپایې هیوادونه افغان مهاجر په قانونمند، منظم او په ډیر شمیر کې افغانستان ته بیرته ستنوي».

همدارنګه له «مسیحي دیموکرات» ګوند څخه د داخلي چارو کارپوه ولفګنګ بوسباخ، وایې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت له یوې سیمې څخه تر بلې سیمې پورې ډیر توپیر کوي او کیدای شي ډیر ژر تغیر وکړي.

بوسباخ ویلي دي: «یوازې دا مسئله چې د افغانستان یو تبع په ملي اردو کې خدمت کوي، په آلمان کې د پناهندګۍ د غوښتنلیک وړاندې کولو له پاره یو قانوني دلیل نه شي کیدلی.»

د زرغون ګوند انتقاد

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند مارتين شفر، د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دوو وزارتونو (د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو) د موافقې پر بنسټ د افغان مهاجرو اخراج په بشپړ ډول نه دی درول شوی او امکان منونکی دی.

د آلمان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د یوه داخلي رپوټ پر بنسټ چې په کابل کې د آلمان د سفارت له خوا د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه چمتو شوی دی موافقه کړی ده چې افغان مهاجر یوازې په انفرادي مواردو کې اخراج کیږي.

په همدې منځ کې د آلمان د زرغون ګوند د خارجي سیاست ویاند امید نوري پور، د آلمان حکومت د دې وروستۍ پریکړې په هکله وویل: «موږ تر اوسه پورې په افغانستان کې د وروستي برید د قربانیانو ماتم لمانځو».

هغه وویل چې دا د زغملو وړ نه دی چې د افغانستان خلک دې حتی هره ورځ په جوماتونو کې له داسې خطر سره مخامخ وي. نوري پور زیاته کړه: «که موږ غواړو چې لږ شمیر خلک دې له افغانستان څخه تیښته وکړي، موږ باید له دغه هیواد سره مرسته وکړو، د دې پرځای چې د امنو سیمو په هکله فکر وکړو».

د نوري پور په خبره تر اوسه پورې افغانستان ته د رد شویو کډوالو ډله ییز اخراج د خندا وړ او د دغو مهاجرو ژوند په خطر کې اچول وو. هغه ټینګار وکړ چې د مهاجرو بیرته ستنول باید په دې ډول ترسره نه شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند یوهانس دیمروث، په خبره په اوس وخت کې پنځه زره افغان مهاجرو د رد ځواب ترلاسه کړی دی چې باید د آلمان له خاورې څخه ووزي. د یمیروث زیاتوي چې سربیره پر دې ۱۰ زره مهاجرو «دولدونګ» یا د زغمل کیدو سند ترلاسه کړی دی چې دوی هم د اخراج د خطر په درشل کې قرار لري.