1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د اخراج پر پروسې نيوکي

۱۳۹۵ دی ۳, جمعه

د پروتستان کلیسا د سولي استازي رېنکه افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پر پروسې نيوکه کړې ده. د هغه په خبره په افغانستان د امن داسي سيمه نه سته چي سړی مهاجر ور ولېږي.

https://p.dw.com/p/2Um8U
Afghanistan Rückkehr abgelehnter Asylbewerber aus Deutschland
انځور: Reuters/O. Sobhani

د سولي استازي افغانستان  ته د مهاجرو اخراجول غندلي دي

د پروتستان کلیسا د سولي استازي رېنکه افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پر پروسې نيوکه کړې ده. د هغه په خبره په افغانستان د امن داسي سيمه نه سته چي سړی مهاجر ور ولېږي.

د جرمني د پروتستان کلیسا د سولي استازي رېنکه برامز د جمعې په ورځ (د ډسمبر ۲۳ نیټه) له راینشر پوست المانۍ ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي افغانستان ته د افغانانو اخراجول یو جنجالي عمل دی.

هغه ويلي دي: «زه په افغانستان کي داسي ځای نه پيژنم چي امن دي وي او سړی مهاجر ور انتقال کړي.»

د سولي استازي او بریمن کلیسأ د الاهیاتو د څانگي آمر همدارنگه ټينکار وکړ، چي د پناه غوښتني په قانون کي هم داسي څه نه دي راغلي چي هغه دي یو هیواد پر ډاډمنه او غیر ډاډمنه ساحه باندي سره ووېشي.

خو د جرمني او اروپا په کچه  سیاسي فشار دومره ډیر دی، چي مهاجرين باید خپلو هیوادونو ته اخراج سي. دا حقیقت د پناه غوښتني د قانون له سختیدو څخه ښکاري.

د جرمني حکومت په افغانستان کي ځيني سیمي په پوره اندازه ډاډمني بولي، څو وکولای سي رد سوي افغان مهاجر ور انتقال کړي. د دغو مهاجرو یوه ۳۴ کسيزه ډله د ډسمبر میاشتي پر ۱۵ نیټه د فرانکفورت له هوايي ډگر څخه کابل ته ولېږدول سوه.

د سوریې جنگ ته په اشارې سره «رېنکه برامز» د نړیوالي ټولني د پوځي مداخلې پر ضد خبره وکړه. که څه هم هغه دا خبره سمه وبلله، چي په سوریه کي نه باید د هغو کسانو او یا ډلو په مقابل کي له زغم او تحمل څخه کار واخیستل سي، چي له تشدد څخه کار اخلي او بشري حقونونه تر پښو لاندي کوي، خو پوځي حل، سم حل نه دی.

د ده په خبره ،«پوځي مداخله به وضعیت نور هم خراب کړي، او خلگ به له خطر سره مخامخ کړي، پر ځای ددې چي هغوی خوندي سي.»

نور مطالب: