1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د اخراج په هکله د آلماني ورځپاڼو تبصرې

۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

د آلمان ائتلافي حکومت د افغانانو په گډون د رد شوو مهاجرو د اخراج پروسې پر چټکوالي ټینگار لري، خو د آلمان د پنځو ایالاتونو چارواکي، په اوسنيو شرایطو کې د افغان مهاجرو د استولو مخالف دي. آلمانۍ ورځپاڼي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/2X63I
Gewalt in Flüchtlingsheimen Mahmoud
انځور: DW/N. Yakine

شتوتگارتر ورځپاڼه په خپله تبصره کی لیکي:

د آلمان د کار موندلو له پاره فدرالي ادارې د مهاجرو په هکله خپرې شوي څېړنې له مخې ډيري افغانان په آلمان کې د پاتېدو او ادغام خراب چانس لري. که څه هم، د خپل اعتراف له مخې په افغانستان کې ۱۵کاله د آلماني پوځ تر ماموریت وروسته هم افغانستان یو امن هیواد نه دی. خو نا امني نه شی کیدای چې د پناه منل کیدو له پاره دلیل وگرځي. دغه ورځپانه د آلمان د پنځو ایالتونو چې نه غواړي رد شوي افغان مهاجر بیرته واستوي دریځ باندي انتقاد کوي او لیکي: اوس باید د آلمان ایالتونه یووار بیا په عمل لاس پوري کړي، څو پرته له مفکوري اختلاف څخه په ټول آلمان کې یو ډول حقوقي چلند وشي.

د «نوی اوسنابرویکر» ورځپاڼه له آلمان څخه افغانستان ته د اخراج په هکله لیکي:

«د افغانستان د زیاتې برخې وضعیت چې وخت په وخت د طالبانو د خونړیو بریدونو او د ولسي خلکو له وژنو سره جوخت دی، سړی نه شی کولای چې په بشپړه توگه د ویجاړي شوي سورېې د بشري ناورین له وضعیت سره پرتله کړي. سوریایان حق لري چې په آلمان کې ورته پناه ورکړل شي. کابو د افغان مهاجرو د نیمايي برخې د پناه غوښتنه ردیږي او یوه ديره کوچنې برخه رښتیا هم بیرته استول کیږي. البته سړی باید هیڅوک جگړه ځپلو سیمو ته نه واستول شي، دا د بشر پالني خلاف کار دی. خو اړوند چارواکي په دې هکله لا مخکې پلټنه کوي. تیر کال کابو ۳۰۰۰ افغانان بیرته پخپله خوښه ستانه شوي دي. د ورځپاڼي په نظر دا ښه ده چې دغه ځوانان بیرته خپل وطن ته ولاړ شي او د خپل هیواد په بیارغاونه کې مرسته وکړي.

د «راینفلڅ» ورځپاڼه د آلمان د پنځو ایالتونو دریځ ته په اشاره سره په خپله تبصره کې وايي:

دغه ایالتونه ځان ته حق ورکوي چې د افغانستان په درو او غرونو کې د وضعیت په هکله قضاوت وکړي او داسې یو نتیجې ته ورسیږي چې د بهرنیو چارو وزارت او کارپوهانو له نتایجو سره توپیر لري. معنی دا چې د یوه رد شوي افغان مهاجر برخه لیک په دې پوري تړلی دی چې د آلمان په کوم ایالت کې ژوند کوي. خو عام وگړي د قانون پر بنسټ ولاړ یو دولت څخه تمه لري چې د پناه غوښتني په هکله پریکړه باید د عمل په ډگر کې پلې شي. د ورځپانې په نظر، دا به غلطه وي چې ځيني ایالتونه له موافقه شوی کړنلاري سره سم عمل ونه کړي. هغوی له خپل داسي یوه دریځ سره د آلمان د مهاجرو سیاست تر پوښتني لاندي راولي.

خو د دغو درو واړو ورځپاڼو پرخلاف، د «ماينڅ الگماینه» ورځپانه افغانستان ته د افغان مهاجرو استول په اوسنیو شرایطو کې مناسب نه گڼي:

افغانستان د اور یواځنی تنور دی چې د دې هیواد نیمایې یې د جگړې په حوزه بدله کړې ده. حتی د افغانستان په ښارونو کې ژوند له خطرونو سره مخامخ دی، په همدې وجه امریکايي دیپلوماتان له هوايی ډگر څخه د موټرو پر ځای په څرخې الوتکو کې خپل سفارت ته ځانونه رسوي. که چیري د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمزیر په دې نظر وي چې گواکې په افغانستان له امنيتي اړخه کافي ډاډمني سيمي شته، نو لطفا دي دی خپله هلته یو څو اونۍ تیري کړي.

نور مطالب: