1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجر د اخراج مخنيوونکې نغدي جريمه سوه

۱۳۹۷ بهمن ۲۹, دوشنبه

يوه ځوانه سويډنۍ چي د يوه افغان مهاجر د اخراج مخنيوی ئې کاوه بندي کيږي نه، بلکي نغدي جريمه بايد تحويل کړي. هغه د دوشنبې په ورځ محاکمه سوه.

https://p.dw.com/p/3DaTS
Elin Ersson
انځور: picture-alliance/DPR/B.L Rosvall

د ايلن ايرسون محاکمه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبروري ۱۸مه) په گوتیبورگ کي وه. د محکمې يوه وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د محکمې د پريکړي له مخي ايلن بندي کيږي نه، بلکي ۲۹۰ يورو جريمه بايد تحويل کړي. د وياند په خبره ايلن د سويډن د هوايي چلند له قانون څخه د سرغړوني په خاطر محاکمه سوه.

د هغې مدافع وکيل توماس فريد د محکمې تر پريکړي وروسته سمدلاسه ويلي دي چي هغه دغه پریکړه نه مني او د مرافعې غوښتونکې دی.

دغي ځواني سويډنۍ د ۲۰۱۸م کال د جولای مياشتي پر ۲۳ نېټه د سويډن په گوتیبورگ کې د ترکيې هوايي شرکت په يوه الوتکه کې د  یوه سپاره افغان مهاجر د اخراج د مخنيوي هڅه وکړه. ايلن ايرسون په الوتکه کي د افغان مهاجر د اخراج د مخنيوي احتجاج په ژوندۍ بڼه د فيسبوک له لاري خپور کړ او د الوتکي د پرواز خنډ سوه.

پتېيل سوې وه چي دغه الوتکه کي چي استانبول ته روانه وه يوه اخراج سوی افغان مهاجر بايد پکښې سپور وي. خو په الوتکه کي هغه افغان چي دې ئې د اخراج مخنيوی کاوه وو، سپور نه وو، بلکي يو بل افغان چي د بند مودې تر پوره کولو وروسته بايد بيرته خپل هيواد ته لېږل سوی وای، موجود وو. وروسته بيا د الوتکي عملې پريکړه وکړه چي ايلن او ياد افغان باید له الوتکي څخه کښته سي.

پر ايلن باندي تور وو چي هغې پخپل دې هڅه [احتجاج] کي د الوتکي د عملې دستورالعمل ته پام نه وو کړی. محکمې د هغې دغه عمل د هغې د مجازات دليل بللی دئ. دا چي دغه عمل ډير جدي نه وو، نو د نغدي جريمې حکم معقول وو. د سويډن څارنوالۍ هغې ته د ۱۴ ورځو بند سزا غوښتنه کړې وه.

ايلن دا نه منله چي پخپلي دې هڅي سره يې جرم کړی دئ. هغې تر دغي پيښي وروسته د سويډن سرنيو ته ويلي ول چي د دې په هيواد کي د اعدام سزا نه سته، خو يوه داسي هيواد ته چي جنگ پکښې روان وي، يو اخراج کيدای سي په مرگ تمام سي.