1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موسيقي

د افغان نجونو د موسیقۍ ارکستر ځینې غړي په اروپا کې لادرکه دي

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

د سلواکیا پولیسو ويلي دي چې هغوی د افغانستان د نجونو ارکستر د څلورو غړو په لټه کې دي. دغه کساني په یوه ځايي فیستوال کې نندارې ته د خپل هنر تر وړاندې کولو وروسته له خپل هوټل څخه لا درکه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3MK9T
Schweiz Davos - Ahmad Sarmas mit Orchester
انځور: A. Sarmast

د افغانستان زهره ارکستر چې له ۳۵ ځوانو هنرمندو نجونو جوړ دی د شنبې په ورځ د ترینسن په ښار کې یو کنسرت ورکړ. دغه ښار د چک هیواد له پولې شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره لیري دی.

د سلواکیا پولیسو ویلي دي چې د دې ارکستر څلور غړي بیا د یکشنبې په ورځ له خپل هوټل څخه لادرکه شوي دي. د ترینسن ښار د پولیسو یوه ویاند پاول کودلیچا، د فرانسې خبري آژانس ته د پنجشنبې په ورځ وویل: «زه دا خبره تائيدوم چې د دوو تنکیو ځوانو نجونو او دوو نورو افغان نجونو د لټون بهیر روان دی.»

د پولیسو دغه ویاند زیاته کړې ده چې دغه نجونې له کنسرت څخه بیرته خپل هوټل ته ستنې شوې دي خو یوه ورځ وروسته بيا لادرکه شوي دي. هغه زیاته کړه: «د روانو څیړنو او قانوني لاملونو له کبله اوس د هغوی نومونه نه شي بربنډیدای.»

د سلواکیا ځايي رسنیو ویلي دي چې د ارکستر یوې غړې په آلمان کې خپلوان لرل. دا په داسې حال کې ده چې د زهره ارکستر یو شمیر غړي یتیمان او یا هم د ناداره کورنیو غړي دي. هغوی په افغانستان کې د مرګ له ګواښونو سره هم مخامخ شوي دي.

که څه هم د زهره ارکستر دغه څلور غړي لادرکه شوي، خو نورو غړيو بیا هم د سلواکیا په نورو سیمو کر کنسرتونه ورکړل.

(ms/nz (afp