1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان نجونو زده کوونکو د یونیفورم رنګ بدلیږي

۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

تر اوسه پورې افغاني نجوني زده کوونکي ښوونځيو ته توري جامې او سپین ټیکري اغوندي، خو د ښووني او روزني وزارت او اجراییه ریاست پر داسې یوې طرحې باندې کار کوي چې د نجونو زده کوونکو د جامو رنګ بدل شي.

https://p.dw.com/p/2X5qp
Bildergalerie Kinderarmut Afghanistan
انځور: Getty Images/Aref Karimi/AFP

د افغانستان اجرائیه ریاست د دوشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې ۶مه نیټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د وزیرانو په شورا کې پر هغي لایحې باندې خبرې شوې دي چې له مخې یې د افغان نجونو زده کوونکو د جامو رنګ بدلیږي. په دې لایحیه کې راغلي دي چې د ابتدائیه زده کوونکو له پاره شین، د متوسطه زده کوونکو له پاره خړ او د لیسې له پاره صرمه یي رنګ په پام کې نیول شوی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د افغانستان اجراییه رییس بیا د معارف وزارت ته ویلي دي چې د نجونو زده کوونکو له پاره دې شین او خاکستري رنګه جامي په پام کې ونیسي.

د دې لایحي له پلي کیدو سره به نو د افغانستان په ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو تور او سپین رنګه یونیفورم په شین او خاکستري رنګ بدل شي.

د یونیفرم د رنګ له بدلیدو سره ښايي یوه لویه ستونزه د ناداره کورنیو له پاره د نویو جامو رانیول وي، خو په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د «هلال احمر امارات» بنسټ به له دې وزارت سره د ۴۰ زرو جامو مرسته وکړي.

نور مطالب: