«د افغان ژورنالستانو پر وړاندي تاوتريخوالی زيات سوی»
۱۳۹۶ مرداد ۳, سهشنبهد ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نيمايي کي په افغانستان کي لږ تر لږه ۱۰ ژورنالستان وژل سوي دي. د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېتې په نوم سازمان په کابل کي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۲۵مه نېټه) په افغانستان کي د ژورنالستانو د وضعيت په تړاو يو راپور خپور کړ.
د راپور له مخي د تير ۲۰۱۶ کال د لومړيو ۶ مياشتو په پرتله د روان مېلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د افغان ژورنالستانو په وژنو کي ۳۵ سلنه زياتوالی راغلی دی. په راپور کي زیاته سوې چي هغه «مستقيم او غيرمستقيم» بريدونه چي په ياده موده کي د رسنيو د همکارانو پر ضد سوي دي، د ډیر شمیر پړه یې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې پر غاړه ده.
د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېتې په دغه تازه راپور کي ويل سوي چي «د ۲۰۱۷ کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د ژورنالستانو پر ضد د تاوتریخوالي ۷۳ پيښي ثبت سوي چي پکښي ۱۰ وژني، ۱۹ د وهلو ټکولو او ۱۲ د ژوبلېدو پیښې شاملې دي.»
د يادي کمېتې رئيس نجيب شريفي په کابل کي ژورنالستانو ته وويل: «یاغيان ژورنالستانو ته ګواښ کوي چي خپل ځان په خپله سانسور کړي او د وسله والو په خوښه خپرونې وکړي که نه نو سټېشنونه به يې وروتړي.»
شريفي زياته کړه چي په ياده موده کي د رسنيو د همکارانو پر ضد د تاوتريخوالي د پيښو ۴۶ سلنه د افغان حکومت پر غاړه ده ځکه چې رسنيو ته يې معلوماتو ته لاس رسی محدود کړی او رسنيو ته يې ننګوونکي شرايط جوړ کړي دي. د شريفي په وينا که روان وضعيت ادامه پيدا کړي نو به سږ کال په افغانستان کي د ژورنالستانو پر وړاندي تاوتريخوالي نوي اوج ته ورسيږي.
د کمېتې په حواله ۲۰۱۶ ميلادي کال په افغانستان کي د ژورنالستانو له پاره يو له تر ټولو خونړيو کالونو څخه وو ولي چي پکښي لږ تر لږه ۱۳ د رسنيو همکاران ووژل سول. له دې ډلې څخه ۱۰ يې د طالبانو د بریدونو قربانیان ول. په دې توګه نو افغانستان تر سوريې وروسته د ژورنالستانو له پاره تر ټولو خطرناک هيواد دی.
د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په مياشت کي د طلوع تلويزيون ۷ همکاران د طالبانو له خوا په کابل کي د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي ووژل سول. طالبانو ادعا کړې وه چي طلوع د دوی پر ضد «پروپاګنډ» کوي او دا چي دغه بريد يو غچ وو. دا په ۲۰۰۱ کال کې له واکه دې طالبانو تر ګوښه کیدو وروسته، د خبریالانو پر ضد تر ټولو خونړی برید وو.