1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کوچنیانو د تلفاتو په اړه د م.م. اندېښنه

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د افغانستان په جنگ کي د کوچنيانو د تلفاتو ډېرښت د ملگرو ملتونو د اندېښن سبب سوی دی. د هغو شمېرو له مخي چي تازه خپرې سوي دي په تير کال کي د کوچنيانو د تلفاتو کچه په سلو کي ۱۵ سنله ډېره ښيي.

https://p.dw.com/p/1Byej
انځور: AFP/Getty Images

په افغانستان کي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او په دغه هيواد کي د ملگرو ملتونو نمايندگۍ د يوه نوي رپوټ په خپرولو سره ويلي دي چي په تير لمريزکال کي د ځانمرگو بريدونو او بمي چاودني له امله ۸۵۶ کوچنيان وژل سوي دي.

د بشري حقونو د خپلوک کمېسيون مشري سيما سمر په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي يان کوبيش سره د دوشنبې په روځ په يوه خبري غونډه کي وويل: «له ښکېلو غاړو څخه مو غوښتنه دا ده چي بايد د جنگ شرعي او نړيوال قوانين مراعت کړي او د ملکي وگړو په ځانگړې توگه کوچنيانو ملاتړ وکړي. په ملکي مرکزونو، لکه روغتون او مکتب کي بايد بريدونه نه وکړي.»

د دغه رپوټ پر اساس په تير لمريز کال کي د ملکي وگړو تلفات په سلو کي ۲،۹ سلنه زیات سوي دي، خو په رپوټ کي راغلي دي چي د کوچنيانو تلفات په سلو کي ۱۴،۹ زيات سوي دي.

دغه رپوټ چي تر ډيره ځايه د کوچنيانو پر تلفاتو باندي متمرکز دی، پکښي راغلي دي چي د تير کال په جريان کي ۳۲ کوچنيان د امنيتي ځواکونو له خوا وژل سوي او ۳۱ تنه نور ټپيان سوي دي. په دغه راپور کي دغه راز راغلي دي چي د کورنيو او بهرنيو امنيتي ځواکونو د عملیاتو په جريان کي په تير ۱۳۹۲ لمريز کال کي د کوچنيانو تلفات په سلو کي ۳۲ سلنه ډېر سوي دي. رپوټ زياتوي چي دغه راز د وسله والو طالبانو په فعاليتونو کي ۶۴۷ تنه کوچنيان وژل سوي او ۳۶۳ نور ټپيان سوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رئيسي وويل چي په دغه رپوټ کي راغلي شمېرې هغه دي چي ثبت سوي دي. د هغې په خبره دا لا معلومه نه دي چي هغه کوچنيان چي وژل سوي يا ټپي سوي دي او ثبت سوي نه دي د هغوی شمېر به څومره وي.

په دغه غونډه کي په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يان کوبيش په ځانمرگو بريدونو کي له کوچنيانو څخه د سواستفادې کولو په اړه اندېښنه وښووله: «هغه چي د تاسف وړ دي هغه د کوچنيان مغز پرېولل او په ځانمرگو بريدونو کي له هغوی څخه کار اخيستل دي. په تيرو دونيمو کلونو کي چي زه دلته يم، له کوچنيانو څخه په ځانمرگو بريدونو کي ډېره استفاده سوې ده.»

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د ملي امنيت رياست په وارو وارو خبريالانو ته داسي کوچنيان ښوولي دي چي گويا غوښتل يې ځانمرگي وکړي.

دغه رياست د دوشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي چي په پکتيکا ولايت کي د دوو ځانمرگو بريد کوونکو کورنيو د دغه ولايت د ملي امنيت ادارې ته خبر ورکړی دی چي زامن يې غواړي ځانمرگي بريدونه وکړي. دغه دوه تنه مشکوک ځانمرگيان د ملي امنيت ادارې له خوا نيول سوي دي.