1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې گټونکي اعلان شول

مسعود جهش (AFP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ مهر ۲۲, دوشنبه

د اقتصاد په برخه کې د نوبل د ۲۰۱۳ کال جایزه درو تنو امریکا میشته اقتصاد پوهانو ته ورکړل شوه. یوجین فاما، لارس پیتر هنسن او رابرت شیلر دغه جایزه د پانگو د بیې د څیړنې له کبله گټلې ده.

https://p.dw.com/p/19zDS
انځور: Jonathan Nackstrand/AFP/Getty Images

دغو درو تنو اقتصاد پوهانو د پانگو د بیې تجربي څیړنو له کبله دغه جایزه گټلې ده. دا موضوع د دوشنبې په ورځ د سیویدن د علومو د اکاډمي له خوا اعلان شوه.

دغې اکاډمې ویلي دي چې د جایزې درو واړو گټونکو د پانگو د بیې د تغیراتو د درکولو په برخه کې څیړنې کړې دي چې له کبله یې هغوی ته د نوبل معتبره جایزه ورکړل شوې ده.
یوجین فاما د کینیت فرنچ په مرسته یو درې فکتور لرونکی ماډل رامنځ ته کړی دی چې له مخې یې پانگوال کولای شي چې د پخوا په پرتله په لا دقیق ډول په مارکیټ کې د پانگو بیې تعین کړي.

هنسن هم پر یوه احصایه وي میتود باندې کار کړی دی چې په ترڅ کې یې د پانگو د بیې تعنیدل آزمویل شوي دي. د هغه څیړنې د پولي او نورو اقتصادي سکتورو تر منځ پر اړیکو باندې تمرکز کوي.

په عین حال کې د شیلر څیړنې د اسهامو د بیو پر نوساناتو او د شرکتونو پر گټو باندې تمرکز کوي. د هغه د کار پر هغو فکتورونو باندې له تمرکز کولو سره مرسته کړې ده چې په متحده ایالاتو کې د اسهامو بیې ټاکي.

د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه ۱.۲ میلیونه امریکايي ډالره ده. که څه هم دغه جایزه د نوبل جایزه د بنسټ ایښودونکي په وصیت کې شامله نه وه، خو د سویدن مرکزي بانک په ۱۹۶۸ کال کې هغه د نوبل د کلنیو جایزو په لیست کې شامله کړه.

د نوبل د جایزې ټولو گټونکو ته د روان کال د دسمبر په لسمه نیټه په ستوکهالم کې دغه معتبره جایزه ورکول کیږي. په دې ترتیب سره به د جایزو گټونکې دیپلومونه، میډالونه او نقدي جایزې ترلاسه کړي.

د نوبل جایزې بنسټ په ۱۸۹۵ کال کې د الفرید نوبل د وصیت له مخې کیښودل شو. دغه جایزه د فزیک، کیمیا، طب، ادبیاتو، او سولې په برخو کې د لومړي ځل له پاره په ۱۹۰۱ کال کې د هغې گټونکو ته ورکړل شوه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب