1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم ساتني نړيوال کنفرانس

۱۳۸۸ آذر ۱۶, دوشنبه

په کوپنهاګن کي د اقليم ساتني په ستره نړيواله غونډه کي به 15000 کسه ونډه واخلي.

https://p.dw.com/p/Krm8
پاتي دي نوي چي پرته له کاربن داي اوکسايده څخه به ځمکه دژوندانه وړنواي
پاتي دي نوي چي پرته له کاربن داي اوکسايده څخه به ځمکه دژوندانه وړنوايانځور: AP

نوپدي ډول به دکوپنهاګن د«بلامرکز» ددوو ورځو لپاره د نړۍ مرکز وګرځي.له ټولو څخه مهمه داچي دملګرو ملتونود موسسي داقليم پدې غونډه کي دنړۍ دسلو هيوادونو حکومتي اودولتي مشرانو دګډون اعلام کړی دی.

خوددې غونډي له پيل کيدو څخه لږ پخوا دانګلستان داقليم ديوو څيړونکي ارقام دعواموترمنځ خپاره سوي.دا ارقام داسي احساس منځته راوړي، چي ګواکي د څيړنو په ځني نتيجو کي لاس وهل شوی دی ترڅو، چي په اقليم کي د بدلون راتلل زيات وښودل شي. دا هغوکسانو ته چي په دغه داقليم دبدلون په برخه کي شک لري لا جراءت وربښي.

دوی په دې کي شک کوي، چي انسان د خپلو اعمالو له لاري د ځمکي دتودېدو سبب کيږي.که څه هم په دقيق ډول ويل کيداي نشي، چي څومره، خو د سمندر د اوبو سطحه ورو ورو راجګيږي. نو دهغه د مخنوي لپاره بايد نه يوازي پخپله دزموږ لپاره، بلکه د راتلونکي نسل لپاره هم يوکار وشي.

خو همدامسله ستونزه جوړوي، چي بايد په راتلونکو نسلونوباندي هم فکر وشي، ځکه، چي اوسني قانونه اودپيسو لږوالي دبودجوکسرونه لالويوي.خبره داده چي په راتلونکي کي بايده دي کمتره کاربن داي اوکسايد توليد شي. او له طبعي منابعو څخه په سپما سره استفاده وشی، وني ونه وهلي شی اوتر وروستي څاڅکي پوري تيل له ځمکي څخه راونه ويستل شي. که داوشي نوبيا ناوخته ده .ا وسني نسل بايده دي يوازي په خپل ځان باندي فکر ونکړي بلکه په خپل اولاد لمسيانو او کړوسیانوباندي هم فکر وکړي.

انسانانو په تيره بيا دصنعتي هيوادونو اوسيدونکو انسانانو له فضا څخه ځانونوته دکاربن داي اوکسايد ډيران جوړ کړيدي نور نو ددومره ډير کاربن داي اوکسايد لپاره په هواکي ځاي نشته، نوپدي باندي بايده دي دصفايي محصول کيښودل شي اولکه دنورو توکو په شان بايده دي کاربن داي اوکسايد ته هم يوه بيه وټاکله شي.

پاتي دي نوي چي پرته له کاربن داي اوکسايده څخه به ځمکه دژوندانه وړنواي . ځکه چي په کاربن داي اوکسايد کي تودوخي زيرمه کيږي، خو که کاربن داي اوکسايد له حده ډير شی، دځمکي ستوری له اړي وړ اندازي څخه ډير زیات توديږي.اود هغه ضرر زيادتره هغوکسانوته چي پدي برخه کي هيڅ ګناه نلري رسيږي. پدي ډول نو داقليم له بدليدو سره مبارزه دعدالت مسله هم ده.

دهرچا نقش سم معلوم دي . صنعتي هيوادونه بايده دي درسيدلو تاوانونو بدل، چي خپله يي باعث شويدي ورکړي .دا دهغو هيوادونو په برخه کي چي خپلو وګړو ته دهوسا ژوند دبرابرولو په هڅه کي دي دپيسو اوتکنولوژۍ له لاري په ښه وجه او ګړندي توب سره کيداي شي.

ددي لپاره چي دوي هم دصنعتي هيوادونو په شان اشتباه ګاني ونکړي بايد صنعتي هيوادونه پدي برخه کي مرسته ورسره وکړي .نو بايد په کوپنهاګن کي يوه معامله وشي چي دهغي په اساس دځمکي دسر هر انسان څه هندوستاني ، څه روسي، څه نايجريايي اويا الماني ته داحق ورکړي چي يوه ټاکلي اندازه کاربن داي اوکسايده څخه استفاده وکړي .البته چي دابه دنازولو لپاره دردناکه وي خوداهغه ربړه ده چي بشريت تراوسه له هغه سره لاس وګريوان نوو.له فقرسره مبارزه اوداقليم ژغورنه هغه دوه ربړي دي چي نړۍ پدي پيړۍ کي ورسره مخامخ ده .

ددي ستري غونډي له پيل کيدو څخه پخوا ددي نښي نښاني ليدل کيږي چي سړي بايد په نهايت احتياط سره خوشبينه وي. پاتي دي نوي چي تراوسه پوري داقليم کنفرانسونه يوازي دچاپيريال دچارو دوزيرانو کار وو،خو اوس پدي غونډه کي سل کسه حکومتي اودولتي مشران هم برخه اخلي .

Böhme, Henrik/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل