1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم له بدلون سره د فقر ډېرښت

۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبه

د نړيوال بانک د اټکل له مخي که په نړۍ کي د مځکي د تودښت مخه ونه نيوله سي تر ۲۰۳۰م کاله پوري به غريب انسانان ۱۰۰ ميليونه نور هم ډېر سي. فقر به په ځانگړې توگه په افريقا او جنوبي اسيا کي وي.

https://p.dw.com/p/1H25f
Südsudan Mehr als 30.000 Menschen laut UNO vom Hungertod bedroht
انځور: Getty Images/AFP/T. Karumba

د نړيوال بانک د يوې نوي څېړني له مخي د اقليم بدلن به په راتلونکو ۱۵ کلونو کي ۱۰۰ ميليونه نور انسانان د فقر کندي ته ور واچوي. دغه بدلون به تر ټولو ډېر پر هغو هيوادونو اغېز وکړي چي اوس هم تر ټولو غريب دي.

په څېړنه کي د دې کار دليل وچکالي ښوول سوی او زياته سوې ده چي تر ۲۰۳۰م کاله پوري به په افريقا کي د خوراکي موادو کمښت نور هم ډېر سي او بيه به ئې بې اندازې لوړي سي چي دا به بيا پر غريبو کورنيو نور هم ډېره ناوړه اغېزه وکړي.

د نړيوال بانک کارپوهانو د جنوبي اسيا هيوادونو له پاره هم ډېر خطر ويني. يوازي په هند کي کيدای سي ۴۵ ميليونه انسانان له سختي لوږي سره مخامخ سي.

په نړۍ کي د تودوښي درجه کيدای سي له دوو څخه تر درو درجو سانتيگرادو پوري لوړه سي چي دا به بيا د ۱۵۰ ميليونو انسانانو له پاره د مالاريا ناروغۍ خطر ډېر کړي.

د اقليم کنفرانس ترمخه گواښ

د نړيوال بانک راپور په پاريس کي د اقليم کنفرانس تر جوړېدو څو اوونۍ دمخه خپريږي. په دغه غونډه کي به د نړۍ د ۱۹۵ هيوادونو استازي په نړۍ کي د گلخانيي گازو د کمښت پر سره يوې موافقې ته د رسېدو تلاښ وکړي.

د نړيوالي ټولني هدف دا دی چي په نړۍ کي تودښت دوې درجې کم سي، که نه د يخي کنگلونه به ويلي سي، په دريابونو کي به اوبه ډېري سي، توپانونه به ډېرښت ومومي او د اقليم نور اپتونه به هم زيات سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب