1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الاباما ټاکني يوه ديموکرات وگټلې

۱۳۹۶ آذر ۲۲, چهارشنبه

د ډګ جونز له خوا د سنا له پاره د الاباما ټاکنې ګټل د ډونلډ ټرمپ له پاره يوه لويه ماته ګڼل کيږي. د جمهوري غوښتونکي (ريپبليکن) ګوند کانديد روی مور او د ټرمپ مهم پلوي کوونکي خپله ماته منلې ده.

https://p.dw.com/p/2pGwe
Alabama Senats-Nachwahl Wahlen Doug Jones
انځور: picture-alliance/Zuma/B. Cahn

د امريکا متحدو ايالاتو په الاباما ايالت کي د ديموکرات ګوند کانديد ډګ جونز په حيرانونکې توګه د سنا چوکۍ له پاره ټاکنې ګټلي دي. د سنا دغه چوکۍ د عدلي چارو د وزير جېف سېشنز تر وزير کېدو وروسته خالي سوې وه.

د تقريبا ټولو رايو تر شمېرلو وروسته جونز تقريبا ۴۹،۶ سلنه او مخالف کانديد روی مور يې۴۸،۷ سلنه رايي ګټلي وې. د ديموکرات ګوند کانديد چي د بشري حقونو فعال وکيل هم دی، د جمهوري غوښتونکي ګوند تر کانديد روی مور يې ۲۰ زره زياتي رايي په لاس راوړي دي.

په الاباما کي د ديموکراټانو په دغه بريا سره د امريکا متحدو ايالاتو په سنا کي د دونالد ترمپ ګوند د چوکيو شمېر۵۱ ته راټيټ سوی دی. په سنا کي په ټوليزه توګه ۱۰۰ چوکۍ دي. په دغو ټاکنو کي ۳۸ سلنه خپلي رايي اچولي دي.

«کرامت او احترام»

ډګ جانز په دغو ټاکنو کي د بريا ترلاسه کولو وروسته زیاته خوښي څرګنده کړې ده. دغه ۶۳ کلن په برمينګن ښار کي خپلو پلويانو ته د وينا په ترڅ کي وويل چي د دغو ټاکنو مهم موضوعات «کرامت او احترام» ول. هغه زياته کړه: «الاباما په يو دوراهي کي قرار ده. نن ماښام تاسو هغه سم استقامت انتخاب کړ.»

د ديموکرات ګوند نورو سياستوالو هم په الاباما کي د خپل ګوند د کانديد بريا ولمانځله. دا په دې وجه هم چي الاباما د متحدو ايالاتو په سويل کي پروت يو زيات محافظه پال ايالت بلل کيږي. د مېري لېنډ ديموکرات سناتور کريس فان هولن په خپل غبرګون کي ويلي: «دغه هيواد به هيڅکله دا هير نه کړي چي الاباما د هيلو په حق کي رايه ورکړه او دا چي ترمپ په جنسي توګه د ماشومانو د يو شکمن ځورونکي اړخ نيولی ؤ او امريکا يې شاته غورځول غوښتل.»

روی مور د سه شنبې په ماښام (د ۲۰۱۷ کال د دسامبر ۱۳مه نېټه) لا دې ته نه ؤ چمتو چي ځان د ټاکنو بايلونکی وګڼي. هغه په مونټګومري کي خپلو پلويانو ته د وینا پر وخت وويل: «دا چي په پايلو کي توپير دومره لږ دی، نو ټاکنې لا نه دي فيصله سوي.» هغه دا خبره د عسکرو پاتو رايو ته په اشاره سره وکړه. د ټاکنو د قانون له مخي که د دواړو کاندیدانو تر منځ د تر لاسه کړو رايو توپير تر نيم سلنه کم وي، نو بيا به نوي تاکنې تر سره کيږي.

Alabama Wahlen Roy Moore Stimmabgabe Ankunft Pferd
جوی مور د رايه اچونې له پاره پر آس راغلی ؤانځور: Reuters/C. Allegri

د ترمپ له پاره ازمويښتي ټاکنه

ديموکراتانو پسله څو لسيزو په الاباما ايالت کي د اول وار بريالي سوي دي. د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد روی مور، يو وخت د الاباما د ستري محکمې قاضي هم وو. د ټاکنو له پاره د کامپاين پر وخت پر هغه يو شمېر مېرمنو سخت تورونه ولګول. هغوی تور لګولی چي کله چي دوی شل کلنۍ ته لا نه وې رسېدلي، روی مور جنسي ځورولي دي. خو مور دغه تورونه ردوي.

د الاباما دغه ټاکنې د ولسمشر دونالد ترمپ له پاره ازمويښتي ټاکنې هم ګڼل کېدلې. دا په داسي حال کي چي ترمپ د جمهوري غوښتونکو په دغه مرکز کي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي ۶۰ سلنه رايي په لاس راوړي وې.

AG(A.A/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه (17.11.2016):