1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الجزایر په پارلماني ټاکنو کې ډېر کم کسان برخه اخلي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه
https://p.dw.com/p/14tgB

د عربي پسرلي د پیل راهیسي دا لومړی وار دئ چې په الجزایر کې یو نوی پارلمان انتخابیږي. د دغو انتخاباتو په اړه به لومړني نتایج نن اعلان سي. سیاسي څارونکي اټکل کوي چې د FLN په نامه د ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه، د آزادۍ ملی ګوند به ډېری رایې د لاسه ورکړي او برعکس اسلامي ډلې به ډېرې مخته سي.

د رسمي معلوماتو له مخی د پارلمان ۴۶۲ چوکیو ته د ۴۴ ګوندونو څخه په زرهاوو کسانو ځانونه کاندید کړي دي. خو داسي آوازې هم سته چې په دغو ټاکنو کې به ډېر کم کسان برخه واخلي، دا ځکه چې د خلکو علاقمندي ډېره کمه ده. له بلې خوا په الجزایر کې د پارلمان سیاسي قدرت هم ډېر محدود دئ.